نظــر

استاد یاسر د بیان یوه په زړه پورې برخه

ویاند: استاد یاسر – کمپوز: نور احمد صدیقي

اسلامي تصور هغسې واخلې څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را زده کړی ده، راځئ نه بنیادګر یو نه معتدلین راځئ دا شعارونه پریږدو د ر سول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړئ،

که رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې وی او ژوندی وی او د  ده په جومات باندې بمبار شوی وای، د ده مدرسې ړنګې شوې وای، د ده ښځې بې عزته شوې وای، د ده کورونو ته د پارس او روم لښکرې راغلې وای ، ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم به ورته ناست وو او رته ویلې به یې چې زه درسره علمي مبارزه کوم؟، ایا ویلې به یې : چې راځئ چې انتخابات وکړو اکثریت وکړو؟، که رسول صلی الله علیه وسلم دا ورسره کولای چې هرڅوک اکثریت شي هغه به حکومت کوي که اکثریت یې ورسره منلی وای ایا د اسلام حکومت به په ټوله دنیا کې راغلای وای.

اسلام مه تحریفوئ، د اسلام نمونه مونږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دی.

زه داسې وایم: چې راځئ دا معتدلین دې یوه خبره راسره ومني دو مره دې اعلان وکا چې کافران زمونږ دوښمنان دي، او مونږ له کفر سره دوښمني کوو فقط دومره خبره دې وکا، امریکایان خو د دوی دوستان شول، یهود خو یې د خاله زامن شول دا دوښمني به بیاکوي له ملا سره، له دین داره خلکوسره به دوښمني کوي، ایاهمدا مسلماني ده همدا تصور دی ؟

هندوانو سره خو مو سوله وکړه، امریکایان خو مو دوستان دي، یهودانو سره خو سوله کوئ، په دونیا کې دوښمنان ختم شول ټول دوستان شول، دوښمني به د جومات ملا او د مدرسې له طالبانو سره کیږی، له دوی سره به دوښمني کیږي دا تصور تاسې غواړئ چې په عوامو مسلمانانو کې رایج کړئ، په دې تصور سره غواړئ چې  عوامو ته قناعت ورکړئ، په دې تصور سره غواړئ چې تمدن جوړکړې، په دې تصور سره غواړئ چې دیموکراسې عیاره کړئ،  ممکنه نده.

الحمدالله چې د داسې غلطي مرتکب شوې هغه پروتوکول چې دوه سوه کاله پخوا ستاسو باباګانو دلته له جومات او مدرسې سره امضاء کړی وو چې زه به په جومات تجاوز نه کوم، په مدرسه به تجاوز نه کوم، هغه پروتوکول تاسې مات کړلو، هغه جومات ته تاسو ورننه وتلې، هغه مدرسه تاسو بمبارکړله، هغه حافظ تاسو شهید کړلو، هغه ښځه تاسو بې عزته کړله، ټول اصول د دیموکراسي او جمهوریت تاسو ترپښولاندې کړل پس له دې حق نلرې چې په چا اعتراض وکړې اوس حق نلرې چې ووایې چې اسلام ولې د جومات له دایرې نه بهر را  وزي، سیکولریزم جومات ته ورننوتلو، جهاد له جوماته د سیکولریزم دفتر ته ندی ورننوتلی د باباګانو درسونه مو هیر کړي وو.

دا به د نوي دور اغاز وي، دابه د انګریزانو ټول تهذیب چې د دوه سوه کالو په نتیجه کې د خلکو په ذهن کې پاتې ده هغه تهذیب به دړې وړې کیږي، دې سره به مسلمان قول او عمل کیږي چې قول او عمل وي زه مسلمان یم، اسلام غواړم، ژوند مې اسلام دی، فکر مې اسلام دی، تعلیم مې اسلام دی، فوج مې اسلام دی، سیاست مې اسلام دی، تصور مې اسلام دی، هوا او هوس مې اسلام دی، شوق او لزت مې اسلام دی.

غیر له اسلامه هیڅوک نه پیژنم، زه داسلام زوی یم زه نه افغانی یم، نه پاکستانی یم، نه عرب یم نه عجم یم، زه داسلام زوی یم، اسلام زما ژوند دی، ژوند به په اسلام جوړوم، د اسلام له خاورې به د اسلام دوښمنان، داسلام د دوښمنانو فکر، داسلام د دوښمنانو تهذیب، د اسلام د دوښمنانو ثقافت، خپل دوینو په قیمت باندې وباسمه زما وینې به ما جوړوي، زما وینې به زما وطن جوړوي، زما وینې به زما اولاد جوړوي، زما وینې به زما ثقافت جوړوي، زما وینې به زما تاریخ لیکې.

دا دمزدورانو اجنټانو لپاره ممکن نده چې په دغسې خاوره کې ژوند وکا دوی دې واوري زندانونه مو تجربه کړل، زولنې هم تجربه شولې، د تهذیب وسایل مو هم تجربه کړل، نفسي جنګ مو هم وکړلو، اقتصادي مقاطعه مو هم وکړله ټولې لارې مو تجربه کړلې څه چې په لاس کې لرئ استفاده یې کړئ لاس موخلاص ځئ څه مو چې په وس کې پوره وي ویئ کړئ، څومره ظلم مو چې په وس کې پوره یې وې کړئ.

الله جل جلاله زمونږ ساتندوی دی، الله جل جلاله زمونږ داولاد ساتندوی دی، الله ج د دې دعوت ساتندوی دی، که تاسو ټول مونږ لکه اصاحب په اورونو کې واچوې وسیزئ دغه دعوت به نه بې څښتنه کیږي، نه به بې مجاهده کیږي، نه بې حافظه کیږي، الله جل جلاله د دې دین د ساتنې زمه په خپله اخیستې ده، الله جل جلاله  د دې دعوت د ساتنې زمه واري خپله کړې ده  دا یې د پیغمبر زمواري نده کړې د همدې په خاطر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت عمر تر قیامته پورې دی او د پیغمبري عمر درویشت کاله وو، حال خو داوو چې د دې اوږده رسالت لپاره یې اوږد عمرورکړی وای خو دهمدې په خاطر الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر لکه د نورو پیغمبرانو اوږد نکړل  ځکه الله جل جلاله د دې دین د ساتنې زمه واري خپله اخیستې ده .

داسې حالت چې او س په مسلمانانو روان دي دا د اسلامي دعوت دژوندون حالت دی، دابه اسلامي دعوت ژوندی کوي، دابه د مستعمر فکر ړنګوي، دابه د مستعمر تهذیب ړنګوي، دابه د مستعمر اجینټ شرموي وګورئ چې اجنټان څنګه وشرمیدل.

راځئ هیڅ شي کې سره توافق مه کوئ راځئ چې په دې کې سره توافق وکړئ چې انګریزان به له خپله ملک نه بیا اوباسو داخو د نشنلیست، مسلمان، پښتون، دغیر پښتون د تاجک متفقه خبره وه چې په دې ملک کې به خارجې ځواکونه نه پریږدو نن څنګه خپل اوصول او ضوابط تر پښو لاندې کوئ.

احساس مړ دی او ممبر ګونګ دی او مفتي خرڅ شوی دی او مدرسه نړیدلې ده .

د استاد یاسر د بیان یوه برخه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

ماشاء الله ، بارک الله

انصار

مننه کور د ودان وروره- بس ددغه زمری د الله مل شی ، دا شخص رشتینی مسلمان دی ، دا سړی په رشتیا چه مجاهد دی، زه ما خو هره لحضه په یاد وی، او هیڅ می نه هیریژي، ای الله د ټولو د حق د لارویان حفاظت وکړی. نوټ: که چیری یوه چا ددغه عالم ټول بیانونه داسی خپاره کړی وای لکه ستاسی او بیایی د کتاب په شکل چاپ کړی وای نو الله پاک به ډیر اجر ور کړی وای ،ځکه چه اوس د با طل دعوت په ډیر شدت سره د اسلام د دشمنانو له طرفه روان… نور لوستل »

محمود

الله (ج)دی مل شی دادغیرت اودرښتنی اسلام یوه نمونه وه.

احمد

که داستاد الشهدا اوشهاب الثاقب استادیاسررح ټول بیانونه نشرسی ډیربه ښه وی

محمد خان

بارك الله، ماشااللہ ڈیر اعلی

طوفان طوطاخیل

الله تعالي دي ورباندي ورحمیږي ، که به ژوندی وي خدای دي راخلاص کړي ، ای کاشکې یې ټول تقریرونه لیکل شوي اوخپاره شوي وای

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x