بت / اسد الله رزین

په بامیانو کی د خټو یو بت ړنګ سو
سوه چیغوبغو جهان کی را پیدا

په بودا د ناروا نغاری سرسوی
ډیره زړه پوری موضوع سوه دمیډیا

له فرهنګ سره بدی هرځای عنوان سوه
چا بښلای نه سوای دا لویه ګنا

دوی خو څه کوی موږ هم اوښکی پری تو کړی
کم رانغلو دی ماتم کی تر هیچا

د ظالم او ناروا یو څه لا نوری
یادیدی به هر مجلس کی برالا

د هر چا خولی ټولی موږ ته راکږی وی
په ښونه په بدو ردو اوښکنځا

جهان ټول لکه ماتم باندی چی ناست ؤ
اندیښنی وی چی بت ونکړی ښیرا

پیښه یی دومره په غرض وپړسوله
چی لیدلیې نه وه بله دی دنیا

اوس زما په فرهنګ څه تاړاک روان ده
ترحد تیره دبر برو ناروا

هغه څه ته یی هم دظلم لاس ور وږد کړ
تر فرهنګ بیخی ډیر لوړ کلام الله

د وجدان محکمة هک حیران سوه پاته
چې شروع سو هتک حرمت د مصطفی

د فرهنګ په نوم یی هیڅ شی راپری نښود
چور تالان کړل ټول یهود او نصاری

د هر چا چې څومره وس ؤ هغه یی وکړ
څوک به نه وي پاته یی ظلم د کیدا

هغه اوښکې چې فرهنګ باندې توولې
ولی نه توئیږی نن زما په فرهنګ د ناروا

زما بغداد د انسانی تمدن کلی
هیڅ شی نه دي پاته ټول شو پو پنا

د بغداد موزیم د غرب لیوانو وخوړ
بیا به هغسی موزیم کله سي پیدا

کور، دفتر او موزیمونه یی پری ښایسته کړل
زړه پری نه کیده د هیچا یی ماتیدا

د تاتار وحشت یی بیرته را په یاد کړ
د بغداد کتابخانې چې سوی تبا

کوم ځای یاد کړم چې هلته دي څه پاته
که سوریه ده که یمن مسجد اقصا

نو مکاره دنیا ولی ورته خاندی
که خبره وی فرهنګ سره یی وفا

سمه دا بی فرهنګې نن روځ فرهنګ ده
خوښه کړې ده جاهل او هم دانا

یوه بانه وه د فرهنګ په نوم (رزینه)
مسلمان ته یی جنګ اعلان ؤ په رښتیا

رزین
۹او۴۰ماخستن جمعه ۱۳/۳/۲۰۱۵بایی پاس – کوټه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د