خبرونهنړۍ

ایران او شپږ نړیوال ځواکونه بې له کومې پایلې د «ضرب‌ الاجل» وروستۍ ورځې ته نژدې کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ایران او د نړۍ د شپږو سترو ځواکونو ترمنځ د دې هېواد د هستوي پروګرام پر سر خبرې اترې نن (سه شنبه) د سویس لوزان ښار کې داسې مهال پیل شوې چې سبا د (مارچ ۳۱مه) د ضرب ‌الاجل وروستۍ نېټه ده. په نننیو مذاکراتو کې یو ځل د ایران له حضور پرته او دویم وار د ایران په شتون کې خبرې اترې وشوې؛ خو نننۍ ورځ بې له کوم ښکاره پرمختګه بې پایلې پای ته ورسېده.

سبا (سه شنبه، مارچ ۳۱مه) د خبرو اترو ضرب ‌الاجل وروستۍ ورځ ده. تر دې دمه د دواړو غاړو څرګندونو د هيلو کوم څرګند څرک نه ښيي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس عراقچي له رسنیو سره په خبرو کې همدا خبره تکرار کړه چې «ښه پرمختګونه شوي» خو عراقچي دا هم وویل چې «تر اوسه د پرمختګ په اړه ځانګړي څه نه شو ویلی؛ خو هیله من یو».

امریکا، روسیه، چین، انګلستان، فرانسه او جرمني هغه هېوادونه دي چې له ایران سره یې د هستوي پروګرام پر سر په خبرو بوخت دي. امریکا وېره لري چې ایران د یورانیمو د غني کولو په پایله کې اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

په نړۍ کې د امریکا او اسراییلو په ګډون د امنیت شورا پنځه دایمي غړي او ځینې نور هېوادونه اتومي وسلي لري. په منځني ختیځ کې د امریکا ستراتيژيک ملګری هېواد، اسراییل له دغو مذاکراتو خوابدې ده.

ایران ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ییزې موخو لپاره دی.

د دواړو غاړو مرکچیانو ترمنځ خبرې اترې داسې پړاو ته رسېدلي چې دواړه هڅه کوي د مارچ ۳۱مې تر ضرب ‌الاجله یوې هوکړې ته ورسېږي. ضرب ‌الاجل داسې مهال رالنډېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري وايي «هڅه کوو تر ‘سبا شپې’ ایران سره هوکړې ته ورسېږو». همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عراقچي وايي «تر سبا شپې ‘مشکله’ ده چې هوکړې ته ورسېږو».

جان کېري سي ‌ان‌ ان امریکايي ټلویزیون ته ویلي چې دی او نور د بهرنیو چارو وزیران به د «حساسو» مسایلو د حل لپاره تر نیمې شپې یا سبا پورې سختې هڅې وکړي او خبرو اترو ته به دوام ورکړو ځکه ټول پوهېږي چې د سبا مانا څه ده. رویټرز لیکي چې تر سبا پورې یوې هوکړې ته رسېدل ستونزمن برېښي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف نن ویلي چې خبرې اترې پرېږدي او خپل هېواد ته ورګرځي. که د هوکړې احتمال و، بېرته راګرځي. د لاوروف له تللو داسې جوتېږي چې ګواکې په خبرو اترو کې د پرمختګونو احتمالونه ډېر تت دي.

د ایران او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیران له اوونیو راهیسې په سویس کې په خبرو اتر بوخت دي تر څو د ایران اتومي پروګرام ودروي او په پایله کې يې بندیزونه سست یا هم لرې کړي.

د ایران او شپږو نړیوالو ځواکونو ترمنځ د سبا ورځې خبرې اترې ټاکونکي دي، دا به سبا ښکاره شي چې دواړه غاړي کولای شي د اختلاف پر ټکو هوکړې ته ورسېږي او کنه. که دغه خبرې اترې کومه څرګنده پایله له ځان سره ونه لري، ایراني او امریکايي مرکچیان به یو ځل بیا له یوه کنګل حالت سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x