دیني، سیرت او تاریخ

دعهد ترسره کول

دعهد او وعدې ترسره او پرځای کول د حضرت محمد (ص)  هغه عام خصوصيت و ، چې دښمنانو ورباندي اعتراف کاوه ، لکه چې قيصر پخپل دربار کې ددوی په خصوص کې دابو سفيان نه کومې پوښتني کړي وې په هغو کې يوه داهم وه چې ايا حضرت محمد (ص) کله کومه بد عهدي هم کړېده ؟  ابوسفيان دمجبوريت له مخي دې جواب ته اړ شو ، چې نه .

هغه وحشي نومی شخص چې حضرت حمزه يې شهيد کړی و ، داسلام له بېري به ښار په ښار ګرځېده ، دطايف خلکو مدينې ته دلېږلو لپاره کوم وفد ترتيب کړی و ، په دغه وفد کې دوحشي نوم هم و ، لېکن وحشي له دې څخه بېرې دی چې هسي نه چې له مانه په مدينه کې انتقام يعني بدله واخيستل شي ، دښمنانو پخپله ده ته ډاډ ورکړ چې ته مدينې ته دتګ څخه وېره مه کوه ، او بېله کوم خوف اوخطر څخه مد ينې ته ولاړ شه، ځکه حضرت محمد (ص) سفيران نه وژني لکه چې وحشي ددغه ډاډ او اعتماد په اثر دنبوت دربار ته حاضر شو او اسلام يې راوړ ، يعني مسلمان شو ، صفوان بن اميه داسلام نه وړاندي دحضرت محمد (ص) له ډېرو سختو دښمنانو څخه و ، کله چې مکه ونيول شوه نودی له وېري وتښتېده او يمن ته دتښتېدلو په نيت جدې ته ولاړی ، په دغه وخت کې عمير بن وهب دحضرت محمد (ص) په خدمت کې حاضر شو او دغه واقعه يې ورته بيان کړه حضرت محمد (ص) ده ته خپله مبارکه پګړۍ ورکړه او ورته وويل چې دادصفوان د امان نخښه ده ، عمير مبارکه پګړۍ واخيستله او سفوان ته يې ځان ورساوه او ورته يې وويل تښتېدلو ته ضرورت نشته تاته امان درکول سوی دی ، کله چې صفوان دحضرت محمد (ص) حضور ته حاضر شو ، نوعرض يې وکړ، چې تاسي ماته امان راکړی دی؟ حضرت محمد (ص) ورته وويل ، چی: هو! داخبره رښتيا ده ، ابو رافع يو مريی و ، دی دکفرپه حالت کې دقريشو لخوا مدينې ته دسفير په ډول راولېږل شو، کله چې دده سترګې  دحضرت محمد (ص) پر مبارک مخ ولګېدلې نو داسلام صداقت دده په زړه کې ځای ونيوه ، ده عرض وکړ ، چې يا رسول الله اوس زه کافرانو ته بيرته نه شم ورتللای ، حضرت محمد (ص) ورته وويل : نه زه خپله عهد نه شم ماتولای او نه قاصدان دځان سره ساتلای شم. ته اوس بيرته ولاړ شه او که هغه ځای ته دتلو نه وروسته دي داکيفيت په زړه کې باقي پاته شو نو بيرته راشه . کله چې دغه شخص بيرته ولاړ او بيا مسلمان شو ، دحديبې په روغه کې يو شرط داو ، چې که يو شخص مسلمان شي او د مکې نه مدينې ولاړ شي نو که دمکې خلک دغه شخص دمدينې دخلکو نه بيرته وغواړي نو هغه به دمکې دخلکو دغوښتنې په اثربيرته ورکول کېږي ، کټ مټ په دغه وخت کې چی دغه شرطنه ليکل کېدله ابو جندل نومی شخص په داسي حال کې چې ځنځيرونه يې په پښو کې و ، دمکې دخلکو دبند نه راتښتېدلی و ، او مد ينې ته راورسېد او حضرت محمد (ص) ته په فرياد ګډ شو ددې دردوونکي منظرې په ليدو د ټولو مسلمانانو احساسات راوپارېدل لېکن دحضرت محمد (ص) په ډېره ډاډه زړه د ته وويل ، چې: اې ابو جندله! صبر کوه موږ بد عهدي او بي لوزي نه شو کولای ، پاک خدای (ج) به ډېر ژر ستاسي لپاره کومه لاره برابره کړي ، دنبوت نه وړاندي مودې خبره ده ، چې عبدالله بن ابي العمسنا نومي شخص دحضرت محمد (ص) سره څه معامله وکړه او ده حضرت محمد(ص) په يوځای کې کښېناوه او دی ولاړ او حضرت محمد (ص) ته يې وويل زه راځم او حساب صفا کوم اتفاقا ددغه شخص دغه خپله خبره هېره شول او کله چې درې ورځي وروسته دغه ځای ته راغی نو حضرت محمد (ص) په هماغه ځای کې ناست و، حضرت محمد (ص) چې دغه شخص وليد نو ورته وې ويل چې زه له درو ورځو څخه ستا په انتظار کې ناست يم ، دبدر په غزا کې دکافرانو په مقابل کې دمسلمانانو شمېر له دريمي برخي څخه هم لږو ، په داسي وخت او موقع کې بايد دحضرت محمد (ص) قدرتي خواهش اوهيله دا وای چې په هر صورت کېدای شي بايد دخلکو شمېر زيات کړل شي ، لېکن په داسي وخت کې هم حضرت محمد (ص) پرخپل لوز ټينګ ولاړو ، حذيفه بن اليمان او ابو حسل دوه صحابيان دمکې نه راتلل په لاره کې کافرانو دوی له دې کبله دتګ څخه منع کړل چې تاسي حضرت محمد (ص) ته ورځی، دوی له دغي خبري نه انکار وکړ او اخر دوی په دې شرط اجازه ورکړل شوه چې په جنګ کې د حضرت محمد (ص) سره ګډون نه کوي ، کله چې دادواړه صحابه  حضرت محمد (ص) ته راغلل نو ټول صورت حال يې ورته بيان کړ حضرت محمد (ص) ورته وويل چې تاسي دواړه بيرته ولاړشی ،موږ په هرحال کې خپله وعده ترسره کوو ، زموږ يوازيدخدای (ج) مرسته په کار ده .

محمد ظاهر خان حق پرست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x