
عراق: د امریکا په بمبار د ایران دوه پوځي روزونکي وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (سې شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ایران دوه روزونکې چې په عراق کې د اسلامي دولت په ضد باندي د شیعه ملیشو په روزنه بوخت وه، د امریکا له خوا په ډرون باندي ویشتل شوي دي.
د ایران د رسمي خبري اژانس په وینا دغه دواړه د پاسداران انقلاب مشاورین وه، چې په عراق کې د اسلامي دولت په خلاف جنګېدونکو ملیشو او پوځیانو ته مشوره ورکول او د هغوی پوځي روزنه یې کول.
او زیاته یې کړه چې هغوی د روان کال د مارچ میاشتي په ۲۳ د بې پلوټه الوتکي په واسطه د تکریت د ښار سره نیژدې ووژل شول.
د عراق پوځي ځواک، شیعه ملیشې، په ځمکه د ایران او په هوا کې د امریکا او امریکايي ایتلاف په مرسته تر اوسه نه دې توانیدلی چې د اسلامي دولت څخه د تکریت ښار بیرته ونیسي.
بل خوا د امریکا وزارت دفاع څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران عسکري مشاورین د امریکا په بمبار کې نه دي وژل شوي، ځکه چې په دغه ورځ دوی د تکریت په ښار کې بمبار نه دی کړی.