نړۍ

امريکايي ولس: د امريکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ پخپله اوباما دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): امريکايي ولس په دې ګروهه دی، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما له روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين څخه امريکا لپاره ستر ګواښ دی.

اي پي ايس او ايس خبري اژانس يوه سروې کړې، چې په ترڅ کې يې شاوخوا درې زرو امريکايانو څخه دا پوښتنه شوې، چې د هېواد او ادارو لپاره تر ټولو زيات ګواښ څوک دی؟

د دې انلاين سرې په ترڅ کې ويل شوي، چې ۳۴ سلنه جمهوري پلوه سياستوال د امريکا ولسمشر بارک اوباما تر ټولو ستر ګواښ بولي او ورپسې ۲۵ سلنه خلک روسي ولسمشر ويلاديميرپوتين د اوکراين د اوسني يرغل له امله خطرناک سړی بولي او ۲۳ سلنه خلکو بيا د سوريې ولسمشر بشارالاسد د خپلو خلکو د وژلو او پر هغوی د کلورين ګازي او بېرل بمونو د غورځولو له امله ستر ګواښ بللی دی.

په سروې کې له زرو زياتو جمهوري پلوو او همدومره شمېر ديموکراتانو پوښتنه شوې، چې ۲۷ سلنه جمهوري پلوو ديموکراتان د امريکا لپاره خطرناک ګواښ ګڼلی او ۲۲ سلنه ديموکراتان بيا جمهوري پلوه د امريکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ بولي.

د ډار سياست

امريکايي کارپوهان وايي، چې امريکا کې د ډار تجارت د سياست تر ټولو مهم عنصر بلل کيږي او امريکايي رسنۍ د دې سياست د خپرولو لپاره شپه ورځ کار کوي.
د کارپوهانو په اند د امريکا د راتلونکو ټول ټاکنو بنسټ به د ډار او وېرې په سياست ولاړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x