خپرې ملغلرې (پاتي برخې)

(10)
خزیمه بن ثابت الانصاري رضي الله عنه خوب ولید چې په خوب کې درسول الله صلی الله
علیه وسلم په ټنډه مبارکه سجده کوې نو یې په دې خوب باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم
خبر کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډډه ولګوله او ورته ویې ویل : خوب دي پوره کړه !
نو خزیمه رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم په ټنډ ه مبارکه سجده ولګوله او دخوب
تعبیر یې ترلاسه کړ !! له دې روایت نه له صحابه کراموسره درسول الله صلی الله علیه وسلم
مینه ښه معلومولی شو.

داروایت امام احمد په خپل مسند کې د خزیمه له زوی نه چې هغه له خپل تره نه کړی دی داسې
راخیستی ده :أن خزيمة بن ثابت الأنصاري رأى في المنام أنه سجد على جبهة رسول الله صلى الله عليه وسلم فأخبر النبي صلى الله عليه وسلم بذلك فاضطجع له رسول الله صلى الله عليه وسلم وقال صدق بذلك رؤياك فسجد على جبهة رسول الله صلى الله عليه وسلم .(مسنداحمد)

یو وخت یوه اعرابي په درسول الله صلی الله علیه وسلم باندي أس خرڅ کړ وروسته یې انکار
وکړاو خزیمه بن ثابت رضی الله عنه دشاهد په توګه راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :ته په څه شي شاهدي وایې ؟ خزیمه ورته وویل : ستاپه صداقت . نورسول الله صلی الله
علیه وسلم دده شاهدي د دوو کسانو په شاهدي ومنله او په دي سره خزیمه رضی الله عنه په
صاحب الشهادتین سره یادیږې . رضی الله عنه .
—————————————————–

(11)

عبدالرحمن بن ابزی رضی الله عنه وایې : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبي ته پورته
شو , دالله حمد اوثنا یې وویله ، بیایې دمسلمانانو ځیني طایفې یادې کړې او هغوی یې وستایل
بیا یې وویل : ولې ځیني قومونه خپل ګاونډیان نه پوهوې ؟! او نه علم ورزده کوې ؟! اونه وعظ او
نصیحت ورته کوې ؟! نه په ښوامر ورته کوې اونه یې له بدو منعه کوې ؟! ،
او ولې ځینې قومونه له خپلو ګاونډیانو علم نه زده کوې ؟! اونه ځانونه ورنه پوهوې ؟! او نه وعظ
اوپند ترې ترلاسه کوې ؟!
په خدای سوګند یاخوبه خامخا داقوم خپلوګاونډیانوته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښوبه امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یاخوبه داقوم له خپلوګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او
که داسې ونکړې نوپه په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم ،
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبر نه راښکته شو او کورته ننووت ، ځیني خلکو وویل :
تاسوڅه فکر کوئ په دې خبرو سره درسول الله صلی الله علیه څوک مراد وو ؟ چاوویل درسول
الله صلی الله علیه موخه اشعریین دي هغوی پوه دي اود دوی په ګاونډ کې ځایې اوکوچې ناپوه خلک اوسې ، په دې خبره اشعریین خبر شول نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل : یارسول الله تا دځیني خلکو ستاینه کړې ده او موږ دي بد یاد کړې یو موږ څه کړې دي ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
په خدای سوګند یاخوبه خامخا داقوم خپلوګاونډیانوته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښوبه امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یاخوبه داقوم له خپلوګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او
که داسې ونکړې نوپه دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم ،
اشعریینو وویل : یارسول الله ! ایا موږ بل چاته پوهه ور وښیو؟رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا خپله خبره تکرار کړه ،دوی بیا خپله پوښتنه تکرارکړه ، هغه بیا خپله خبره وکړه نودوی وویل : یا
رسول الله ! موږ ته یوکال وخت راکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته یوکال وخت ورکړ
څوخپلوګانډیانوته علم ورزده کړې ، او هغوی پوه کړې او وعظ ورته وکړې ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ :
لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون .(المائده 78-79)
یعنی د داود او عیسي بن مریم علیهم السلام په ژبو دبني اسرائلوپه کافرانو لعنت ویل شوی و
داځکه چې هغوی سرکشي او ګناه کړې وه او تیرۍ یې کاوه ، دوی په خپلوکې یوبل له بدوکارونو نه منعه کول ، دوی ډیر بد کول .

دا حدیث الهیثمي په مجمع الزوائد کې ،الطبراني په معجم الكبيرکې او المنذري
په الترغیب والترهیب کې روایت کړی دی . دحدیث په سند کې که څه هم ځیني محدثینوخبرې کړې دي خو حافظ المنذري له خپلي څیړنې وروسته وایې چې دا حدیث حسن او یا حسن ته نږدې دی .
——————————————————————————————————-

(12)

په پیل کې په مدینه منوره کې له مسلمانانو سره یهود هم اوسیدل ، یو وخت رسول الله صلی
الله علیه وسلم یوځای ناست واوهلته یوه جنازه تیرېدله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې
جنازه ولیدله نو احتراما ورته ولاړ شو ، داوخت له ده سره څو صحابه هم ناست وویوه صحابي
ورته وویل : یارسول الله ! داد یوه یهودي جنازه وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:
الیست نفسا . ایا هغه انسان نه ده .( صحیح البخاري کتاب الجنائز وصحيح مسلم )

له دې روایت نه داسي معلومیږې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر انسان احترام کاوه
که هغه به له هر قوم او ملیت نه و ،هغه دکوم ځانګړي قوم او ملت له پاره پیغمبر نه و هغه دټول
انسانیت له پاره الله جل جلاله پیغمبر رالیږلی و نو له ټولو انسانانو سره یې مینه لرله له ځیني
ځانګړو حالاتو پرته باید په ټولیزه توګه له هر انسان سره مینه وکړل شې ځکه دمیني په صورت
کې موږ کولی شو هرانسان ته دالله پیغام ورسوواو هغه دالله دین ته راوبولو .

له کفارو سره دانساني غوره چلندپه اړه قرانکریم هم موږ ته لارښووني کړې دي :
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (العنکبوت۴۶)

یعني داهل کتابوله ظالمانو پرته له نورو سره خامخا په ښه توګه مجادله کوئ او ورته وایئ موږپه
هغه څه ایمان راوړئ دی چې موږاوتاسوته رانازل شوی دی اوزموږ اوستاسو خدای یو دی اوموږ
هغه ته غاړه ایښې ده .
————————–

(13)

یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدیني له یوه تاجر نه یوڅه قرض واخیست
څه موده وروسته هغه تاجر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او دخپل قرض
غِوښتنه یې وکړه . د خبروپه مهال تاجر یوڅه سختي خبري وکړي تردې پوري چې هغه
وویل : دعبدالمطلب دکورنۍ ټول کسان پورښه نه پرې کوې .
له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست صحابه دي سړي ته په غوسه شول او غوښتل
یې چې له دي سړي نه غچ واخلي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : دعوه فان
لصاحب الحق مقالا . یعني څه مه ورته وایئ پرې یې ږدئ ځکه پوروړۍ او دحق څښتن
دشکایت حق لرې . ( داروایت بخاري ، مسلم اوترمذي راخیستی دی )

له دې کیسي نه موږ دنزاعي پیښو په مهال درسول الله صلی الله علیه وسلم چلند معلومولی شو
په داسي پیښو کې هرڅوک دخپل ځان په غم کې وي اودخپلو حقوقواو ځان د دفاع په فکر کې
وي او دمقابل لوري د حقوقو، جذباتو او احساس په فکر کې نه وي ، رسول الله صلی الله علیه
وسلم ته که څه هم دي سړي دادب او اخلاقو خلاف خبري وکړې اوپه داسي حالت کې هرڅوک د
خپل شخصیت دخوندیتوب په فکر کې وي خو رسول الله دمقابل لوري حقوق په نظر کې نیولې
وو هغه یې دحق څښتن وباله او په دې یې اقرار وکړ چې دحق څښتن دشکایت حق لري .
—————————————————————————————————-

(14)

محب الطبري رحمه الله په خپل سیرت کې لیکلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په
شالوڅ خره سپور و اوقباته روان و ابوهریره رضی الله عنه هم ورسره ورسول الله صلی الله
علیه وسلم ابوهریره ته وویل : له ماسره په خره سپریږي ؟ ابوهریره ورته وویل چې ستا څرنګه
خوښه وې . هغه ورته وویل : راځه راسپورشه ! ابوهریره خره ته ورټوپ کړه خو ویې نشوی
کولی چې سپورشي (ابوهریره یوڅه دروند و) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ونیو او
دواړه له خره نه لاندې راولوېدل ، بیارسول الله صلی الله علیه وسلم سپور شو او ابوهریره ته
یې بیا وویل : له ماسره په خره سپریږي ؟ ابوهریره ورته وویل چې ستا څرنګه خوښه وې . هغه
ورته وویل : راځه راسپورشه ! ابوهریره خره ته ورټوپ کړه خو ویې نشوی کولی چې سپورشي
نوپه رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې یې ځان تم کړ او دواړه له خره نه لاندې راولوېدل .
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا سپورشو او ابوهریره ته یې وویل : راسپور شه !
ابوهریره ورته وویل : نه په هغه خدای مې دي سوګند وې چې ته یې په حقه رالیږلی یې
چې دریم ځل دي له خره نه اچوم !
( سیرة النبي للمحب الطبري )

زما مور اوپلار دي له داسي پیغمبرصلی الله علیه وسلم نه ځارشي چې هغه له دومره ستر شان اوعظمت سره له خپل یوه ملګرې سره دومره خوږ چلند او داسي بی تکلفه برخورد لرې !!
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې غوره چلند کې دنن ورځي دکبرجنو پوهانو او مغرورو
مشرانو له پاره څومره ستر عبرتونه او پندونه پراته دي ! نو سترګور خلک دي عبرت واخلي .
—————————————————————————————————–

(15)

دهجرت په شپږم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکي له مشرکانو سره سوله وکړه
چې د حدیبیي سوله یې بولي  ویل کیږې چې کله د سولې په مادو موافقت راغی نو داپه یوه
کاغذ ولیکل شوې او دا سوله لیک علی بن ابی طالب رضی الله عنه ولیکی او دسوله لیک
یا موافقت نامي په پای کې یې ولیکل :  هذا ما صالح علیه محمد رسول الله ……………………….
(سیرة ابن کثیر۳ټوک ۳۲۰مخ)

دمشرکانو مشرانو له دې خبرې انکار وکړ او ویې ویل : زموږ اوستاسو داختلاف اسا
سي ټکۍهمدا دی چې موږ محمد دپیغمبر په توګه نه منو که مو منلی نو دې جګړو اوسولوته
بیا کومه اړتیاوه دلته باید ولیکل شي : هذا ما صالح محمد بن عبدالله ………..رسول الله صلی
الله علیه وسلم له دوی سره دا خبره سمدستي ومنله خو علی بن ابی طالب رضي الله عنه وویل :
زه دمحمد له نامه څخه د (رسول الله ) توري نشم ړنګولی ، رسول  الله صلی الله علیه وسلم په
خپل لاس د(رسول الله ) توري ړنګ کړل او علی ته یې وویل دلته (ابن عبدالله )ولیکه ،

داډیره نازکه موضوع وه درسول الله صلی الله علیه وسلم دټولي مبارزي اساسي ټکی
همداواو ددي تورو ړنګولو داشکوک پیدا کول چې ګواکي دی په خپله دعوه کې دوه زړۍ
اوشکمن دی ځکه خو هغه مهال عمر رضی الله عنه ابوبکر رضی الله عنه ته د غوسې په حالت
کې ورغی او ورته کړه یې : الیس برسول الله ؟!!یعنی هغه دالله رسول ندی ؟!!
(سیرت ابن کثیر۳- ۳۲۰-۳۲۱)

خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرو ته هیڅ اهمیت هم ورنکړ ځکه هغه یو دومره لوړ
انسان و چې دحقایقوپه نړۍ کې یې ژوند کاوه هغه کولی شوی دهرشي له ظاهري شکل پرته
دهغه حقیقت درک کړي دهمدې روحیاتوپراساس هغه محسوسه کړه چې په کاغذ هرڅه لیکلې
وې  هغه دي وې خو په اخره کې چې کوم شی غالب شې هماغه حقیقت دی . ده پرخپل نبوت پوخ
یقین لاره او داسي شیانو ته یې اهمیت نه ورکاوه چې هغه به یوه ورځ خامخا دحقیقت په ځواک
سره له منځه ځې .
———————–

(16)

یو وخت رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دخپلي میرمني ام سلمه رضي الله عنها په کورکې و
اودهغې مینځي ته یې دڅه کار امر وکړ مینځه ووتله او په هغه کار پسې ناوخته شوه ام سلمه رضي
الله عنها ور ووتله او خپله مینځه یې ولیدله چې په څه شي یې لوبي کولې ،را ویې غوښتله اوورته ویې ویل : ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په کارپسې لیږلې وي او اوس دلته په لوبو بوخته یې !
هغې ورته کړه چې ما ندي اوریدلي ، دمینځي په تاخیر رسول الله صلی الله علیه وسلم یوڅه په
غوسه شو اوپه رنګ کې یې تغیر راغی نو یې مینځي ته وویل :
لَوْلا خَشْيَةُ الْقَوَدِ ، لأَوْجَعْتُكِ بِهَذَا السِّوَاكِ .
یعني که له دې نه ویریدلی چې په قیامت کې به الله جل جلاله بدل رانه واخلي نوپه دي مسواک به
مې دردولې (وهلي) وي .
(الادب المفردللبخاري ومسند ابویعلي الموصلي وحلیه الاولیاء )

درسول الله صلی الله علیه وسلم له دي لوړو جملونه دوه مطلبونه ترلاسه کولی شو یو دقیامت له ورځي نه دده ویره اوبل یوې خادمي ته دده دغوسي څرنګوالی . ده لکه څنګه چې مسلمانان دقیامت له ورځي ویرول په خپله هم په واقعي توګه هماغسي دقیامت له ورځي نه ویریدی که څه هم دی دخدای جل جلاله نازولی او سترپیغمبر و خو خلکوته یې په مساوي او
برابره توګه له اخرت نه دویري احساس ورکاوه .
اوبل ښکاره خبره ده چې دمسواک په وهلوانسان دومره نه دردیږي خورسول الله صلی الله
علیه وسلم خادمي ته وایې چې په دي مسواک به مې دردولې وي !
سبحان الله داد ستراوخواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغوسي دحالت هغه ترخه اوسخته
خبر ده !! : لَوْلا خَشْيَةُ الْقَوَدِ ، لأَوْجَعْتُكِ بِهَذَا السِّوَاكِ .
———————————————————–

(17)

په یوه روایت کې راغلې دي چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي له وخته مخکي
د سپیږیرتوب نښي ښکاره شوې ځیني صحابه کراموپوښتنه وکړه : یارسول الله ماشیبک ؟
یعني څه شي سپینږیرۍ کړې یارسول الله ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
شیبتني
هود واخواتها یعني سورت هوداودهغه په څیر نوروسورتونو سپینږیرۍ کړم . (سیراعلام نبلا، ابن عساکر ، الدارالقطني …)

په سورت هودکې هغه کومه خبره ده چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دومره زیات
اغیز کړی وچې له وخته مخکې دسپینږیرتوب نښې پکې پیداشوې وي ددې خبري اندازه له دي
ایت نه کولی شو :{ ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون } (هود:113) یعني تاسو ظالمانو ته دزړه میلان مکوئ ،کنه اورته به ولویږئ ،اوبیا ستا
سودوستان نه وې ،او بیابه څوک ستاسو مرسته نشي کولی .

په دي ایت کې دهغه وخت یادونه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل دعوت ښکاره
کړ اوله ډیرو هڅو وروسته هم ډیرۍ خلک اوپه ځانګړې توګه مشران او قومي سرخیلان په کفرولاړ پاتي وونورسول الله صلی الله علیه وسلم فکر وکړ چې که د دعوت په ځیني نکاتو بیا
غور وکړي اویوڅه تبدیلي پکې راولې نو دکفاروله پاره به دمنلو وړ وګرځې دافکر قرانکریم
په (رکون ) او میلان سره ونوماوه . خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دي فکرڅخه په سختي
سره منعه کړل شو ځکه دالله د دین په باره کې دا ډیره مهمه ده چې هغه رکون ،میلان ، اومصلحت
نه مني اود وختونو او وختي غوښتنو له پاره مصلحت او له وخت سره داسي تطبیق چې اصول
متغیر کړل شي هیڅکله نه مني .

دمصلحتونو او د وخت دغوښتنو پر اساس په دین کې تغیرات یا په اصطلاح اصلاحات
د دین د بنیاد نړولو په معنا ده او همدا وجه ده چې معاصر طاغوت مسلمانان او آن مسلمان
پوهان په دوه ډوله کړې دي یوه ډله یې سخت دریځي بولې اونور ازادخیاله یا ماډریټ
مسلمان . په اصطلاح سخت دریځي یا رښتیني مسلمانان باید په دي پوه شي چې په دین
مستقیم پاته کیدل اسانه نه بلکي سخت کار ده او دومره سخت چې په رسول الله صلی الله
علیه وسلم کې یې له وخته مخکي دسپینږیرتوب نښې راښکاره کړې وي .
————————————————————————————

(18)

مالک بن الحویرث رضی الله عنه وایې : موږ څو همځولي ملګرې رسول الله صلی
الله علیه وسلم ته راغلو اوشل شپي مو له ده سره تیري کړې ، رسول الله صلی الله علیه
وسلم ډیر مهربان او نرم و، کله چې دی پرموږ پوه شو چې بیرته خپلوکورونو ته ستنېدلو
ته لیوال یو پوښتنه یې رانه وکړه چې شاته موڅوک پرې ایښي دي موږ په خپل حال خبر
کړ نو یې راته وویل :
خپلوکورونوته ولاړشئ ، هلته څه وخت تیرکړئ ، هغوی ته علم ور زده کړئ او پرښو
امر ورته وکړئ ، اوزماپه څیر لمنځونه کوئ ، کله چې دلمانځه وخت شي نو ستاسویو
تن اذان وکړئ ، اوپه تاسوکې چې کوم یو مشر وې هغه دي دجمعي لمونځ درکړې ،
(البخاري کتاب الاذان ، المسلم کتاب المساجد)

له دي روایت نه دا سي معلومیږې چې صحابه کرام به ډلي ډلي رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته دعلم اوعمل دزده کړې له پاره راتلل او له ده سره به یې وخت تیراوه له ده
څخه به یې علم ، اخلاق او اداب زده کول ،اوله دي روایت نه داهم معلومولی شو چې
باید دعلم دزده کړي له پاره سفرونه وکړل شي او چیرته چې ښه پوهان موندل کیږې له
هغوی نه علم ترلاسه کړل شي ځکه دصحابه کراموداډله ځوانان وو او پلرونه یې هم
صحابه و نو له هغووی نه یې هم زده کړه کړې وه او دلازیاتي زده کړې له پاره رسول
الله صلی الله علیه وسلم ته هم راغلل .

اوله دي روایت نه دا هم معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو
صحابه کرامواوشاګردانو څومره مهربان او څومره وررسره نرم و ځکه دوی خپله ددي خبري
یادونه کړې ده : وکان رسول الله رحیما ورفیقا ،اودا چې دهغوی لیوالتیاو او رغباتو ته یې
پوره توجه کوله او او بل دا چې هغوی یې په دي هم پوهول چې له په خپأه پوهه سره نوروته
هم ګټه ورسوئ او دمشراوکشر حقوق مراعت لرئ .
———————————————————–

(19)

ابورفاعه العدوي رضي الله عنه وایې : زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال
کې ورورسیدم چې ده خطبه ویله ، ابورفاعه وایې ماورته وویل : ای دخدای رسوله ! یومسافر
سړی راغلی دی او دخپل دین په اړه پوښتنه کوې ، په دې نه پوهیږې چې دده دین څه شی دی ؟

دی وایې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم متوجه شو ، خطبه یې پرېښودله اوماته راغی
، ده ته یوه کرسۍ راوړل شوه ګومان کوم داوسپني پښې یې وي ، دی وایې رسول الله صلی الله
علیه وسلم په  هغه کرسۍ کیناست ، اوده ته چې  الله جل جلاله کوم علم ورکړی و له هغه نه یې
ماته راښودل پیل کړل ، بیا بیرته ولاړ اوپاتي خطبه یې پوره کړه .
( الادب المفردللبخاري ص۵۱۱،صحیح مسلم ۱۶۵:۶،سنن النسائي ۲۲۰:۸)

ابورفاعه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د دین په اړه په داسي حال کې پوښتنه وکړه
چې هغه په خطبه لګیاورسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه او روته ناست ټول خلک پرېښودل
او ده ته مخته ورغی او هلته ورسره کیناست او څه چې هغه پوښتل ده یې خوابونه ورکړل  له دي
روایت نه موږ له مسلمانانو سره درسول الله صلی الله علیه مینه او پرهغوی شفقت ښه معلومولی
شو اوداچې له هغوی سره یې څومره نرم چلند لاره !!
شارحین وایې  دابورفاعه سوال د دین داساسیاتوپه اړه واو څوک چې داډول پوښتنه لرې اواسلام
ته دننوتلوار اده لرې باید دهغه غوښتنواوپوښتنو ته سمدستي ځواب وویل شي او په هرشي کې بایداهم کار مخته کړل شي  دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دابورفاعه پوښتنوته ځواب له
خطبي نه هم اهم بللی دی .

دابورفاعه رضی الله عنه نوم تمیم بن اسید دی اوځینو یې نور نومونه ښوولې دي مورخین
لیکې چې دی له عبدالرحمه بن سمره رضي الله عنه سره دافغانستان په غزاکانوکې شریک
و او په کابل کی په شهداء صالحین کې دڅو صحابه کرامو قبرونه دي چې یو یې همدا ابو
رفاعه (تمیم بن اسید) دی  .
——————————-

(20)

دمکي دفتحي په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکي ښآرته په داسي حال
کې ننوت چې په خپله اوښه سپور و ، اسامه بن زید رضي الله عنه یې له شاسپور وپه خپل
څادره یې مول وهلی واوله ډیري عاجزي یې سرمبارک دومره ټیټ کړی وچې د اوښي په
کته لګیدی ، سورت فتح یې تلاوت کاوه او دا کلمات یې ویلي :
لا اله الا الله وحده ، لاشریک له ، صدق وعده ، ونصرعبده ، وهزم الاحزاب وحده ،
یعني هغه یواځي د بندګې وړ الله دی ، شریک یې نشته ، خپله وعده یې رښتیني کړه ، دخپل
بنده مرسته یې وکړه ، اوپه یواځی یې ډلو ته ماتي ورکړه .
(السیرة الحلبیه )

دجګړو او معرکو ډیرۍ فاتحان دفتحي او سوبي په نیشه کې دومره لیوني اومست وي چې
داکار ځان ته منسوب کړي او داوخت یې دالله مرسته او دهغه رحمتونه له یاده وتلي وي اولیدل
شوي دي چې د داسي مستي او لیونتوب په مهال دخپلو هڅو او هاند پایلي هم دداسي لیونیوپه
پښو کې دل او وځپل شي خو دالله ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په داسي وخت کې دا کار
دالله مرسته او هغه ته منسوب بولي او دومره له تکبر نه پاک اوعاجزه وي لکه په دي روایت کې
چې راغلي دي : واضعا رأسه الشريف على رحله تواضعا لله تعالى،

کاش زموږ کړني او عملونه دنبوت پر منهاج او غوره لاره برابري وای متاسفانه زموږ په
شرعي کړنوکې موږ خپل نظرونه اوخواهشات دننه کړي وې نو ځکه یې له لسهاو کلونو وروسته
او ګڼ شمیره سرشندنو وروسته هم کومه مثبته پایله نشو ترلاسه کولی . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د