افغانستان

عبدالله:‌ د دفاع وزارت او پنټاګون تر منځ به منظمې ناستې بیا پیل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د حکومت اجرایه رییس د سږ کال د وزیرانو په لومړۍ ناسته کې چې له امریکا نه د ډک لاس راستنېدو په اړه غږېده وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت او د امریکا د پنټاګون تر منځ به منظمې ناستې بیا پیل شي.

عبدالله عبدالله وویل چې پخوا د امریکا دفاع وزارت او افغانستان دفاع وزارت تر منځ په هر کال کې ناسته کېده، او د کال په لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو به خبرې کېدلې، خو په خبره يې په دې وروستیو دریو کلونو کې دا ناستې ځنډول شوې وي، چې دوی له امریکا نه د دې ناستو د بیا پیل زیری راووړ.

عبدالله عبدالله چې د ګډ حکومت له بل مشر سره د ګڼ کسیز پلاوي په ملتیا امریکا ته په څلور ورځني سفر تللی و، وویل چې دوی امریکايي چارواکي په دې قانع کړل چې عسکر به يې د سږ کال تر پایه د افغان عسکرو د روزنې په موخه په همدې شمېر پاتې کېږي.

دوی پورته څرګندونې د دې ثبوت وبللې چې امریکا ته د دواړو مشرانو سفر له لاسته راوړنو ډک و، که څه هم د افغان عسکرو د تجهیز په برخه کې امریکايي ملاتړو ورسره نغده ژمنه نه ده کړې، خو عبدالله عبدالله وویل چې ښايي تر ۲۰۱۷ میلادي کاله د افغان عسکرو د تمویل په اړه دوی ته د امریکايي مرستې غږ را وشي.

یاده دې وي د ګډ حکومت په اوومه میاشت کې چې دویم کاري کال يې پیل شوی، لا هم د وزیرانوشورا دغه ناسته په داسې حال کې کېږي، چې تر نیمايي ډېره کابینه لا هم نه ده اعلان شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x