افغانستان

د کندوز والي: که کورنیو چارو وزارت د نامسووله وسله والو غم ونه خوري؛ استعفا کوم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز والي محمد عمر ساپی وايي چې که د کورنیو چارو وزارت په دې ولایت کې د نامسووله وسله والو غم ونه وخوري، دی به استعفا وکړي.

د کندوز د والي په خبره په دې ولایت کې ګڼو نامسووله وسله والو خلک تنګ کړي دي او دی نه شي کولای چې له مرکزي همکاري پرته د دې وسله والو مخه ونیسي.

د کندوز والي د کندوز له قومي مخورو سره په خبرو کې وويل چې دی ځکه د دې وسله والو مخه نه شي نیولای، چې په لوړه سطحه دولتي ملاتړ ورسره دی.

محمد عمر ساپي د کومې خاصې ډلې یا قومندان نوم وانه خیست، خو په کندوز ولایت کې ډېری هغه اربکیان هم د ولتي سرچینو نامسووله وسله وال نومولي چې اوس يې کنټرول د دولت له وسه وتي دي.

تر دې وړاندې د چهاردرې او دشت ارچی ولسوالیو اوسېدونکو هم د کندوز سیمه ییزو چارواکو ته د اربکیانو له چلنده شکایتونه کړي و، چې دولتي مسوولینو پرې خوله پټه کړې وه.

کندوز د هېواد په شمال کې هغه ولایت دی چې په سږ ژمي کې هم د طالبانو له بریدونو خوندي نه و او د لومړي ځل لپاره پکې ۳۲ پولیس له طالبانو سره د همکاري په تور زندانونو ته ولېږل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x