دعلم او پوهي په اړه یو مهم نبوي حدیث

iqraپه اسلام کې دعلم په ضرورت او اهمیت باندې ډیر ټینګارشوی دی په دې اړه موږ دتفصیلاتو نیت نلرو یواځي په دې اړه یومهم حدیث دلته را اخلو او په هغه لنډې خبرې کوو خو له هغه مخکې دا یادونه مهمه بولو چې نن سبا ډیر داسي خلک شته چې هغوی په اسلام مختلفي نیوکې لرې ، دوی په ساینس اوتخنیک کې دلویدیځ دبریاو په ترڅ کې دختیځ لور ته دانتقاد ګوته نیسې او وایې چې ولې مسلمانانو په پوهه کې دلویدیځ په څیر پرمختګ ندی کړی

اخر خبره دې ته را ورسوې چې اسلام دساینس اوپوهې په مخ کې خنډ دی (!)

 

او د قرون وسطی یا منځنیو پیړیو اصطلاح هم لویدیځوالو په همدې موخه رامنځته کړې ده چې داپېر د دوی توره زمانه بلل کیږې او دوی نوري نړۍ ته هم له خپلو عینکو نه ګورې که څه هم هغه مهال مسلمان اندلس د نړۍ د استادی مقام ترلاسه کړی و .

په هر صورت تاریخي مفاخر نه را پلټو اونه کومه ګټه لرې اصلا دا خبره روښانه کول غواړم چې اسلام پوهي ته څومره اهمیت ورکړی دی له اسلامي تهذیب پرته بل هیڅ تهذیب پوهې ته دومره اهمیت ندی ورکړی له هرڅه مخکې موږ قرانکریم ته په ادې اړه لنډه کتنه کوو.

دانسانیت دلارښووني له پاره دالهی کلام پیل په اقرأ یعني ولوله ! سره شوی دی : اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ. الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ. عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ

دقرانکریم دپیل په دېڅو ایتونوکې الله جل جلاله خپل دوه صفتونه بیان کړې دي یو دا چی هغه دانسان اوهرڅه خالق اوپنځوونکی دی اوبل داچې هغه انسان ته پوهه ورکړې ده اوداپوهه یې دقلم په ذریعه سره انسان ته ورکړې ده .

نودالهي وحي دپیل خبرې په لیک لوست دلیک لوست په وسائلو (قلم) سره شوی دي اوپه دې چې الله جل جلاله انسان ته هغه څه ورزده کړې دي چې هغه نه پرې پوهیدی یعني دقرانکریم په پیل کې دلیک لوست او زده کړې موضوع انسانانو ته رامنځته کړې ده نو له دې په ډیره ښکاره توګه معلومه شوه چې قرانکریم او اسلام علم اوپوهي ته څومره اهمیت ورکوې !!

دا راز دعلم په اهمیت باندي ګڼ شمېر نبوي لارښووني هم شتون لرې چې دحدیثو په کتابونو کې په ګڼ شمیر کې خوندې شوې دي.

خو زه دلته یواځي یو حدیث را اخلم اوددې حدیث له ژباړي وروسته په هغه لنډي خبري کوو :

عبدالرحمن بن ابزی رضی الله عنه وایې : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبي ته پورته شو، دالله حمد اوثنا یې وویله ، بیایې دمسلمانانو ځیني طایفې یادې کړې او هغوی یې وستایل بیا یې وویل :

ولې ځیني قومونه خپل ګاونډیان نه پوهوې !

او نه علم ورزده کوې ؟!

اونه وعظ او نصیحت ورته کوې ؟!

نه په ښو امر ورته کوې اونه یې له بدو منعه کوې ؟! ،

او ولې ځینې قومونه له خپلو ګاونډیانو علم نه زده کوې ؟!

اونه ځانونه ورنه پوهوې ؟!

او نه وعظ اوپند ترې ترلاسه کوې ؟!

په خدای سوګند یا خو به خامخا دا قوم خپلو ګاونډیانو ته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښو به امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، او په خدای سوګند یا خو به دا قوم له خپلو ګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او که داسې ونکړې نو په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبر نه راښکته شو او کورته ننووت ، ځیني خلکو وویل :

تاسوڅه فکر کوئ په دې خبرو سره درسول الله صلی الله علیه څوک مراد وو ؟

چا وویل درسول الله صلی الله علیه موخه اشعریین دي هغوی په دي اود دوی په ګاونډ کې ځایې اوکوچې ناپوه خلک اوسې ، په دې خبره اشعریین خبر شول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل : یارسول الله تا دځیني خلکو ستاینه کړې ده او موږ دي بد یاد کړې یو موږ څه کړې دي ؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : په خدای سوګند یا خو به خامخا دا قوم خپلو ګاونډیانو ته علم ور زده کوې ، او پوهوې به یې، او وعظ به ورته کوې ، په ښو به امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یا خو به دا قوم له خپلو ګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او که داسې ونکړې نوپه په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم.

اشعریینو وویل : یا رسول الله ! ایا موږ بل چاته پوهه ور وښیو؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا خپله خبره تکرار کړه، دوی بیا خپله پوښتنه تکرارکړه ، هغه بیا خپله خبره وکړه نودوی وویل : یا رسول الله ! موږ ته یو کال وخت راکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته یوکال وخت ورکړ څو خپلو ګانډیانو ته علم ور زده کړې ، او هغوی پوه کړې او وعظ ورته وکړې ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ : لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون .(المائده 78-79)

یعنی د داود او عیسي بن مریم علیهم السلام په ژبو دبني اسرائیلو په کافرانو لعنت ویل شوی و دا ځکه چې هغوی سرکشي او ګناه کړې وه او تیرۍ یې کاوه ، دوی په خپلو کې یو بل له بدو کارونو نه منعه کول ، دوی ډیر بد کول .

دا حدیث الهیثمي په مجمع الزوائد کې ،الطبراني په معجم الكبير کې او المنذري په الترغیب والترهیب کې روایت کړی دی . دحدیث په سند کې که څه هم ځیني محدثینو خبرې کړې دي خو حافظ المنذري له خپلي څیړنې وروسته وایې چې دا حدیث حسن او یا حسن ته نږدې دی.

د دي حدیث عربي متن یې په لاندې ډول دی : عن عبد الرحمن بن أبزى ، قال : خطب رسول الله – صلى الله عليه وسلم – ذات يوم فحمدالله وأثنى علیه ثم ذکر طوائف من المسلمين فأثني عليهم خيرا ، ثم قال : ” ما بال أقوام لا يفقهون جيرانهم ، ولا يعلمونهم ، ولا يعظونهم ، ولا يأمرونهم ، ولا ينهونهم . وما بال أقوام لا يتعلمون من جيرانهم ، ولا يتفقهون ، ولا يتعظون . والله ليعلمن قوم جيرانهم ، ويفقهونهم ويعظونهم ، ويأمرونهم ، وينهونهم ، وليتعلمن قوم من جيرانهم ، ويتفقهون ، ويتفطنون ، أو لأعاجلنهم العقوبة فی الدنیا” ، ثم نزل فدخل بیته فقال قوم : من ترونه عنى بهؤلاء ؟ قال : الأشعريين ، هم قوم فقهاء ، ولهم جيران جفاة من أهل المياه والأعراب ، فبلغ ذلك الأشعريين ، فأتوا رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقالوا : يا رسول الله ، ذكرت قوما بخير ، وذكرتنا بشر ، فما بالنا ؟ فقال : ” ليعلمن قوم جيرانهم ، وليفقهنهم ، وليفطننهم ، وليأمرنهم ، ولينهونهم ، وليتعلمن قوم من جيرانهم ، ويتفطنون ، ويتفقهون ، أو لأعاجلنهم العقوبة في الدنيا ” ، فقالوا : يا رسول الله ، أنفطن غيرنا ؟ فأعاد قوله عليهم ، وأعادوا قولهم : أنفطن غيرنا ؟ فقال ذلك أيضا ، فقالوا : أمهلنا سنة ، فأمهلهم سنة ليفقهونهم ، ويعلمونهم ، ويفطنونهم ، ثم قرأ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – هذه الآية : لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون .

له دي حدیث نه داسي معلومیږې چې په پوهه او علم کې کوتاهي او غفلت کول ټولنیز او اجتماعي جرم او داسي ګناه ده چې کوونکي ته یې باید په دنیا کې سزا ورکړل شي په دي کې هیڅ شک نشته چې دعلم دسپیڅلتیا او اهمیت له پاره نه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخکي چا دومره ټینګه اوسخته خبره کړې ده اونه به یې له ده وروسته څوک وکړې .

په اسلام کې ځیني داسې جرمونه او ګناهونه ښودل شوې دي چې کونکي یې دسزا او تعزیر یا ترټني مستحق ګرځول شوی وي لکه غلا زنا او داسي نور او د تعلیم او تعلم په اړه غفلت او کوتاهي هم داسي یو ستر جرم بلل شوی دی که یو عالم نورو ته په ښوولو او جاهل یې په زده کولو کې کوتاهي اوغفلت وکړې نو دتعزیر او تعذیب وړ او مستحق دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د