ټکنالوژي

مایکروسافټ وینډوز ۱۰ لېپ ټاپونه جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وری ۱۰مه ۱۳۹۴ل): ځینې راپورونو پر بنسټ مایکروسافټ کمپنۍ غواړي د ګوګل کمپنۍ کروم بک (Chrome Book) لېپ ټاپونو ته ماتې ورکولو لپاره نوي لېپ ټاپونه جوړ کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ له دوه مختلفو کمپنیو سره همکاري کوي تر څو وکولی شي په ډیر کم قیمت خپل لیپ ټاپونه کاروونکو ته وړاندې کړي.

د ډېجې ټایمز (Digi Times) راپور پر بنسټ دغه کمپنۍ غواړي خپل دغه نوي لیپ ټاپونه په ۱۴۹ امریکايي ډالر کاروونکو ته وړاندې کړې. دغه کمپنۍ دا ځل غواړي محصلینو ته غوره وړتیا په لږه بیه وړاندې کړي.

دغه لیپ ټاپونو کې به انټل ایټم (Intel Atom) پروسیسر کارول شوی وي. د دغه لیپ ټاپونه به ۱۱.۶ انچه سکرین ولري او د مایکروسافټ کمپنۍ راتلونکی وینډوز یعني وینډوز ۱۰ سره به کارول کیږي.

مایکروسافټ کمپنۍ دغه لیپ ټاپونه د یوې چینايي کمپنۍ په مرسته جوړوي چې له همدې امله بیه به يي ډیره کمه وي خو تر اوسه نده معلومه چې دغه لیپ ټاپونه به یوازې په چین کې کاروونکو ته وړاندې کیږي او یا د نړۍ نورو برخو کې به هم کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x