افغانستان

کندهار پوهنتون کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل):کندهار پوهنتون کې چاودنه وشوه، چې له امله د سره صليب يو کارکوونکی ټپي شو.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک وايي، چې نن له غرمې مخې څه کم دولس بجې د کندهار پوهنتون زارعت پوهنځي کې چاودنه وشوه.

د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چې چاودنه د مقناطيسي ماين په واسطه شوې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې له څه ويلي ډډه وکړه.

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې چاودنه کې د سره صليب يو کارکوونکی وژل شوی، چې زراعت پوهنځي ته د کوم کار لپاره راغلی و.
د کندهار ولايت چارواکو پېښه غندلې او وايي، چې په دې اړه به جدي پلټنې کوي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x