دیني، سیرت او تاریخ

خپرې ملغلري

booksوایې ښه خبره هغه ده چې لنډه ، معنی لرونکي او ستړې کوونکي نه وې عمرو بن العاص رضی الله عنه مشهور صاحابی دی ، دده په مجلس کې یوه ورځ یوه سړي اوږدې خبرې وکړې نوده وویل : که یې لنډي خبرې کړې وی دده له پاره به ښه وه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې دې چې ویل یې : زه دا مناسب بولم یا ماته دا امرشوی دی  چې په خبرو کې به لنډوالی او اختصار غوره کوم ځکه لنډه او مختصره خبر غوره وې ،

عَمْرَو بن الْعَاصِ رضي الله عنه قال يَوْمًا وَقَامَ رَجُلٌ فَأَكْثَرَ الْقَوْلَ فقال عَمْرٌو: لو قَصَدَ في قَوْلِهِ لَكَانَ خَيْرًا له، سمعت رَسُولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول: «لقد رأيت أو أُمِرْتُ أَنْ أَتَجَوَّزَ في الْقَوْلِ فإن الْجَوَازَ هو خَيْرٌ». رواه أبو داود

دا خبره ثابته شوې ده چې د متاخرینوعلماو په نسبت د مخکینیو یاقدماو خبرې ډیرې کمې وې او دا کمښت یې د کم علمي نه بلکې دژور علم استازیتوب کوې اوپه دې اړه علامه عبدالفتاح ابوغده ډیره ژوره لیکنه کړې ده چې په قیمه الزمن عند العلماء (دوخت ارزښت او ساتنه) کتاب کې شته نو دا خبره سپینه شوه چې  لنډه اومختصره خبره ښه وې  .

زه هم دلته داسي لیکنی را اخلم چې لنډې به وې خوږې به وې او له معني به ډکې وې ددې لړۍ پیل له نبوي سیرت نه کوو او همداسي به ګام په ګام لاندې راځو اودا لړۍ د (خپرې ملغلرې) په نامه سره نوموو  الله دې وکړې تریوه ځایه یې ورسوم ستاسو د دعاو په هیله .

حامد




 

(۱) جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسې کور کې ناست و چې هغه له صحابه کرامو ډک و.

جریر په دروازه کې و دریدی ، کله چې دی رسول الله ولید نو یوه بل لورته یې وکتل او خالي ځاي یې ترسترګو نشو نو یې خپل څادر تاو کړ او جریر رضی الله عنه ته یې ور وغورځاوه او ورته ویې ویل چې په دې څادره باندې کینه .

جریر ضی الله عنه درسول الله څادر راواخیست له سیني سره یې ولګاوه او ښکل یې کړ بیرته یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړ او ورته ویې ویل : یا رسول الله الله دې ستا داسې عزت وکړې لکه زما عزت چې دې وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چې تاسو ته کوم قوم عزتمن مشر راشي نو تاسو دهغه عزت کوئ .

( حیاه الصحابه ج۲ ص ۵۶۳)

—————————————

جریر بن عبدالله البجلي رضی الله عنه د بجیله قبیلي مشرو په لسم هجري کال په رمضان کې مسلمان شوی دی ویل کیږې دی ډیر زیات ښایسته و او دده د ښاست په اړه عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایې چې جریر ددې امت یوسف دی .

(البدایه والنهایه اتم ټوک)



(۲)

درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم انس بن مالک رضی الله عنه وایې : سلمان فارسي رضی الله عنه عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته راغی ، عمر رضی الله عنه په تکیه باندې څنګ وهلی و ، کله یې چې سلمان رضی الله عنه ولید هغه خپله تکیه یې هغه ته کېښودله ، سلمان رضی الله عنه وویل : الله جل جلاله او دهغه رسول صلی الله علیه وسلم رښتیا ویلې دې ، عمر رضی الله عنه ورته وویل : ابو عبد الله د الله جل جلاله او د هغه د رسول دا خبره موږ ته هم وکړه !

سلمان رضی الله عنه ورته وویل : یوځل زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم هغه یوې تکیې ته څنګ وهلی و او هغه یې ماته کېښودله ، اوبیا یې ماته وویل : سلمانه ! کوم مسلمان چې دخپل مسلمان ورور خواته ورشې او هغه کوربه د دې میلمه دعزت په خاطر هغه ته تکیه کیږدې نو الله جل جلاله به هغه ته خامخا بښنه کوې . (حیاه الصحابه ج ۲ ص ۵۶۱)

——————–

رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي چې دجنت دريو كسانو ته شوق كيږي على اوعمار او سلمان رضی الله عنهم ، دى په رسول الله صلي الله عليه وسلم دومره ګران و او دومره ورته نږدې و چې د شپې به يې له ده سره خاص خبرې لرلې اوله ډېرو اوږدو پورې به يې خبرې ورسره كولې تردې پورې چې حضرت عايشه رضي الله عنها وايي : سلمان به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دشپی له مخی دومره مجلسونه کول چی نږدی وه پر موږ (امهات المؤمنین) غالب !! ، شی مؤرخين ليكي چې سلمان درې نيم سوه كاله ژوند كړى دى كه څه هم په درې نيم سوه كې ځينې مؤرخين شك كوي خوپه دووه نيم سوه كاله كې څوك شك نه كوي دى په (35) هـ كې وفات شوى . ( دشمائل ترمذي پښتو شرحه ج ۱ ص ۱۸۷)



(3)

حذیفه بن الیمان رضی الله عنه وایې : ما د روژي په میاشت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ وکړ له لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دغسل له پاره ولاړ شو کله چې ده غسل کاوه ما پرده ورته برابره کړه له غسل وروسته په لوښې کې یوڅه اوبه پاتي شوې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : که غواړې په همدې اوبه غسل وکړه او که نورې اوبه همدې اوبو ته ور زیاتوې هم ستا خوښه .

ما ورته وویل : یار سول الله ماته همدا ستا له غسل نه زیاتې شوې اوبه خوند راکوې اوپه همدې اوبو غسل کوم .

نو ما په هغو اوبو غسل کول پیل کړل او رسول الله صلی الله علیه وسلم زما له پاره پرده جوړه کړه .

ما ورته وویل یا رسول الله زه ځان ته په خپله پرده برابروم ته یې مه برابروه. ده راته وویل لکه څنګه چې تا زما له پاره برده برابره کړه دا راز به خامخا زه هم ستا له پاره پرده برابروم .

( حیاه الصحابه ج ۲ ص ۸۶۷)

—————–

حذیفه رضی الله عنه مشهور صحابي دی او په صاحب سر رسول الله سره یادیږې ځکه رسول الله صلی الله علیه ووسلم ده ته دګڼ شمیر منافقانو نومونه ښوولې و او د اخرت د فتنو او نښو په اړه یې ډیري خبرې ورته کړې وې.

عمربن الخطاب رضی الله عنه له ده نه پوښتنه وکړه چې زه خو به له منافقینو څخه نه یم ده ورته وویل نه .

او بیا یې زیاته کړه چې له تا وروسته به دهیچا تزکیه ونکړم.

دی او پلار یې یمان دواړه د احد په غزا کي برخوال وو خو پلار یې دخپلو صحابه کرامو له خوا په خطایې سره ووژل شو او د بدر په غزا کې په لاره کې کفارو ونیول او وعده یې ځنی واخیسته چې د محمد (صلی الله علیه وسلم ) له لورې به زموږ سره په جګړه کې برخه نه اخلئ دوی چې رسول الله ته داخبره وکړه هغه ورته وویل له هغوی سره په وعده وفا وکړی دی دعثمان رضی الله عنه له شهادت څلویښت ورځې وروسته وفات شوی دی .

(سیر اعلام النبلاء )



(۴)

امام ترمذی په شمائل کې له علی بن ابی طالب رضی الله عنه څخه یو روایت راخیستی دی هغه وایې : چابه چې ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید یا به یې دلومړي ځل له پاره ولید نو هغه کس به ورنه وویردی او چې یوڅه وخت به یې ورسره تیر کړ او وبه یې پیژاند بیا به پرې ګران شو :

(الشمائل للامام الترمذي )

دابوداود او ابن ماجه په یوه روایت کې راغلې دې ابومسعود الانصاري رضي الله عنه وایې موږ به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه سړې سره خبرې وکړې خو په هغه سړې باندې له ویرې نه لړزه راغله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته وویل :هون علیک، فإنی لست بملک، إنما أنا ابن امرأة من قریش کانت تأکل القدید)

یعنی مه ویریږه ! زه خو څه باچا نه یم زه دقریشو دیوې داسې ښځي زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړه !!

(رواه أبو داود، وابن ماجه)

دحدیثو شارحینو وایې : دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د انتهایې زیاتې عاجزي څرګندونه کړې ده او هغه داسې چې یو خو یې ځان دقریشو دیوې ښځي زوی یاد کړی دی او د پلار یادونه یې نده کړې اوبل یې خپله مور بیا داسې عاجزه معرفی کړې ده چې هغې به وچه

غوښه خوړه او وچه غوښه شتمن نه بلکي غریب خلک خورې .

دلویدیځ ځیني مستشرقین او ختیځپوهان وایې : چې محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کې پیغمبرو خو چې مدیني ته ولاړ نو بیا یې پیغمبري ته شاکړه او باچا وګرځیدی !! دوی بیځایه ختیځپوهان بلل کیږې که دوی د رسول الله دژوند له حالاتو په تفصیل سره خبر وی نو داسې خبرې به یې نه وې کړې خو اصلا دوی دافترائاتو او پوچو تورونو زمریان دې .

———————————————————————————

(۵)

مشهور مؤرخ اومفسر ابن جریر الطبري (۲۲۱هـ-۳۱۰) په خپل تاریخ : تاریخ الامم والملوک کې یو اوږد روایت راخیستی دی په دې روایت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دنبوت دپیلیدو په اړه خبرې شوې دې ، دبنوعامر دقبیلي یو سپینږیری رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی دی هغه لا مسلمان ندی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه هغه ته دنبوت د ورکړي په اړه پوښتنې کوې اورسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خوږه لهجه او پسته ژبه ورځوابوې .

د پوښتنو په پیل کې سپینږیری عامري رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې چې اجازه راکوې څو پوښتنې وکړم ؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وایې : (سل عنک) یعني ته چې کومې پوښتنې لرې هغه وړاندې کړه، دلته راوي زیاتوې چې رسول  الله صلی الله علیه وسلم به چې له دې مخکې یو چاته دپوښتنو اجازه ورکوله نو ورته ویل به یې : سل عما شئت یا سل عما بدالک خو ددې سپینږیرې عامري له پاره یې لهجه بدله کړه او د بنوعامر په لهجه یې ورته وویل : سل عنک .

(تا ریخ الطبري . ج ۲ ص ۱۶۴)

————————-

درسول الله صلی الله علیه وسلم په دې چلند کې دنن ورځي د داعي له پاره  ډیر په زړه پورې درسونه اوعبرتونه پراته دې  بنوعامر هم اصیل عرب دې البته د قریشو له لهجي سره به یې لهجه یوڅه توپیر لرې خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه دمراعت کولو او خوشالولو له پاره دهغه لهجه غوره کړه . 

او له دا ډول چلند نه مدعو او مخاطب ډیر اغیزمن کیږې او د داعي خبروته ښه ځیر کیږې .

او له دې روایت نه داهم معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل مخاطب د کوچني لهجوي توپیر لحاظ هم کاوه او دهغه لهجي ته یې په درنه سترګه کتل .



(6)

دډیرو علمي کړیواودارازپه اصطلاح دځیني مهذبواوماډرن ژوندلرونکوخلکو دژوندپه مختلفواړخونوکې پریمانه تکلفات لیدل کیږې دهغوی ناسته ولاړه ، خبرې اترې ، چال چلند، لیکنې او ویناوې او….کې ډیره تصنع او تکلف وې اوزموږپه څیر ساده کلیوال وګړي یې په مجلسونو او ناستو پاستو کې ستومانه او ت ردوه سپوږمو شې .

انسان په فطري توګه اساني خوښوونکی دی اودا ډول تکلف او تصنع خلک د داسې موخو له پاره غوره کوې چې  هغه نه سپیڅلې دې اونه له انساني فطرت سره سمون لرې نوځکه قراني او نبوي لارښووني د تصنع او تکلف خلاف دې او دانسان دپنځ او فطرت  موافقه لارښوونه کوې .

علماء لیکې چې په ټولیزه توګه دټولو انبیاو خبرې اترې اوچال چلند له تکلف او تصنع نه پاک وو ، دهغوی خبرې دخوږو او پاکو اوبو په څیر وې، چې هرچا کارولی هم شوی او هرچا اړتیا هم ورته لرله .

قرانکریم وایې :

قل ما اسالکم علیه من اجر وما انا من المتکلفین ﴿سوره ص 86﴾

التكلف قدرٌ زائد عن الطبيعي ، ونسبة تحوّل الفطرة إلى افتعال ، والصحة إلى اعتلال

ته ورته ووایه ! زه له تاسو په خپل کارمزدوري نه غواړم اونه زه دتکلف خوښوونکو له ډلي یم .

په ایت کې د تکلف نفي کولو ته بلیغه اشاره شتون لرې .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : موږ له تکلف نه منعه کړل شوې یو ( صحیح البخاري ۷۲۹۳)



(7)

دسیرت پیژندني له پاره مهمه ده چې په ځینې شرعي کتابونو کې دسنتو پر محدود شمیر بسنه ونکړل شي او دا فکر ونکړل شي چې یواځي همدا سنت دې بلکي ځینې داسي سنت عملونه هم شته چې هغه په صحي روایاتو سره ثابت شوې دي او هغه ډیر مهم سنت بلل

کیږې دبيلګې په توګه بخاري ، مسلم او نورو ډیرو کتابونو یو صحي روایت راخیستی دی او هغه عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مهم سنت دی :

عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : ” مَا خُيِّرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ أَمْرَيْنِ قَطُّ إِلا اخْتَارَ أَيْسَرَهُمَا “

يعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې د دوو کارونو په منځ کې اختیار ورکړل شوی دی نو ده خامخا اسانه یو غوره کړی دی او سخت کار یې پري اېښی دی .

له دې حدیث نه معلومه شوه چې په شرعي چارو کې دسخت او اسانه کارونو په منځ کې اسانه کار غوره کول یومهم سنت ده او سخت کار غوره کول دسنت خلاف ده.

—————-

خو څرنګه چې دا کار زموږ په عامو کتابونو کې د محدود شمیرسنتو په لړ کې ندی راغلی نو خلک فکر کوې چې له دې پرته نور سنت نشته او ددې تیروتني په ترڅ کې په شریعت کې دسخت کار غوره کول دثواب او اجر کار بولي !  او په حقیقت کې هغه دسنت خلاف اوناسم کارده .

او اسانه کار غوره کول مهم سنت ده .



(8)

عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وایې : دبدر غزا ته په سفر کې له صحابه کرامو سره اوښان او سپرلی کمي وې په دریو کسانو به یو اوښ و له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ده دوه ملګرې ابولبابه او علی بن ابی طالب رضی الله عنهما وو کله به چې په دوی دواړوکی د کوم یوه په اوښ دسپرېدلو نوبت راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم به پیاده روان و نو هغوی به ورته وویل : یارسول الله موږ ستا په ځای پیاده تګ کوو ته له اوښ نه مه ښکته کیږه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :

ما انتما باقوی علی المشي مني وما انا باغني عن الاجر منکما

( مسنداحمد لومړۍ ټوک مخ ۳۲۲)

یعنی تاسو دواړه په تګ کې له ما څخه نه یئ تکړه او زه هم ستاسوپه څیر اجر او ثواب ګټلوته اړیم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره له دي چلند نه هغه مضمون ښه پتېیلی شو چې په کتابونو او لیکنو کې یې اسلامي مساوات اوبرابري بولي دا د بدر مبارکي غزا ته دروانو غازیانو هغه لښکر ده چې په منځ کې یې دخدای جل جلاله سپیڅلی پیغمبر او د انسانیت لارښود هم روان دی اودی په خپل دي عاجزانه چلند سره خپلو ملګرو او ټول امت ته دا پیغام ورکوې چې ټول مسلمانان باید په خپلو کې له یوه بل سره د برابري او مساوات چلند غوره کړې او درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک سیرت کې دا ډول دمساوات او برابري خبرې نورې هم شته



(9)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي : په اخیري زمانه کې به داسې مکار او ټګان خلک پیدا شي چې د دین په نامه به دنیا ګټي، دوی به دمسکنت او درویشي په پوښاک اولباس کې دخلکو دمتاثر کولو له پاره پوستکي اغوستې وې د دوی ژبي به ډیرې خوږې وې خو په سینو کې به یې دلیوانو زړونه وې ، ددوی په باره کې الله جل جلاله وایې : ایا دا خلک زموږ له خوا په مهلت ورکولو سره په دوکه کې لویدلې دې ؟ ایا له موږ سره د مقابلي اراده لرې ؟ زما دي قسم وې چې زه به دا ټګان په داسي فتنه اخته کړم چې ډیر هوښیار خلک به هم دوی ته حیران پاتې شي . ( جامع الترمذي)

——————–

دا هغه ډول ریا کاري اوټګي ده چې تر ټولو خطرناکه او ویروونکي ده دوی د دنیا ګټلو په موخه د نیکانو او صالحو انسانانو ژوند او خبرې غوره کړې اوبیا د خدای جل جلاله ساده اوسپین زړي مسلمانان دروهي یعني دوی دالله دین د پناه کیدونکي دنیا دګټلو له پاره ذریعه وګرځوې.

او دا ټګان به له مرګ نه مخکي الله جل جلاله په داسي فتنه اخته کوې چې ډیر هوښیار خلک به ورته هک حیران پاتي وې .

(معارف الحدیث ج ۲ ص ۳۳۴)

موږ د خدای د رښتیني پیغمبر دا وړاندوینه نن سبا دځیني انسانانو په شکل کې دسر په سترګو وینو، هغوی په دین کې په مختلفو حیلو او بهانو سره ځیني داسي کارونه پیل کړې وې چې نه یې له قران نه کوم دلیل اوبرهان په لاس کې وې او نه له نبوي سنت څخه او په ځیني رمزي او په اسرارو پوښلو خبرو سره ساده او پاک مسلمانان دروهي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x