ټکنالوژي

اپل ستاسو د سمارټ فون په بدل کې ایفون درکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وری۱۰مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ په رسمي ډول منلی چې غواړي د یو شمیر انډرایډ (Android)، لیک بیري (BlackBerry) او وینډوز (Windows) سمارټ فونونو په بدل کې کاروونکو ته نوي ایفونونه ورکړي.

په پیل کې ځینې رسنیو راپور ورکړ چې اپل کمپنۍ غواړي یوازې د انډرایډ په بدل کې کاروونکو ته ایفون ورکړي خو دغه کمپنۍ ویلي چې د بلیک بیري او وینډوز سمارټ فونونو په بدل کې هم کاروونکو ته ایفون ورکوي.

د اپل کمپنۍ تر دې مهاله په دې اړه مکمل معلومات ندی ورکړی خو د دغې کمپنۍ څانګې په امریکا، لندن، انګلستان او د نړۍ په نورو برخو کې اعلان کړی چې کاروونکي کولی شي د انډارایډ، بلیک بیري او وینډوز فون په مقابل کې خپل د خوښې ایفون (iPhone) او ایپډ (iPad) ترلاسه کړي.

دا لومړۍ ځل دی چې د اپل کمپنۍ په لوبه کچه غواړي نور سمارټ فونونه د دغې کمپنۍ له سمارټ فون سره بدل کړي. د ټکنالوژي برخې کاروونکي د اپل کمپنۍ دغه اقدام د کاروونکو د جذب لپاره ستایلی.

که څه هم دغه کمپنۍ د ایفون ۶ (iPhone 6) او ایفون ۶ پلس (iPhone 6 Plus) څخه ډیره ګټه ترلاسه کړې خو بیا هم اپل کمپنۍ غواړي له ځینې ځانګړو لارو سره د دغې کمپنۍ د کاروونکو شمیر زیات کړي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ اپل کمپنۍ به په وړیا ډول نور سمارټ فونونه له ایفون سره نه بدلوي او یوازې د انډرایډ، بلیک بیري او وینډوز فون کاروونکو ته ځانګړی تخفیف ورکوي.

اپل کمپنۍ غواړي د دې پلان له عملي کولو سره د انډرایډ سمارټ فونونو کاروونکي جلب کړي. اپل کمپنۍ خپل تولیدات په ډیر اوچته بیه کاروونکو ته وړاندې کوي چې له همدې امله زیات شمیر کاروونکي د دغې کمپنۍ تولیداتو ته زړه نه ښه کوي او انډرایډ استعمالوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close