نظــر

په هېواد کې د خپروندويه ټولنو په سقوط انديښنه

ليک: س سيرت

څومره چې په افغانستان کې دکمونيزم سور سيلاب دهېواد نورې شتمنۍ له ځانه سره لاهو کړې دومره يې کلتور او ادبي خدمتونو ته هم تاوان ورساوه خو له نيکه مرغه افغان غيرتي او مجاهد ولس دخپرونديو ټولنو په جوړولو چې دخپلو بچو له خولې يې نمړۍ نيمه او خپرونديه ټولنې يې پرې جوړ کړى خپل افغان کلتور چې له لاهو کړل شو ى سيلابه وژغوره تردې دمخه يې سره د ټولو ستونزو ژوند يې وساتلى يو رپوټ چې پکې دهېواد په دننه تر سلو زياتې خپروندويه ټولنې دسقوط سره مخ دى ومې لوست په رښتيا دهر افغان دپاره داندېښنې وړ دى دا داوسنۍ ادارى او دويم قدم کې دافغان تاجرانو فرض دى چې له دې سقوطه يې وژغوري .

ددې ادبي خپروندويه ټولنو په سر کې يو دساپى پښتو څيړنو او پراختيا مرکز دى له هغه وخته يې دپښتو کتابونو چاپ تر ملا تړلى چې چا دکتاب چاپول په خپل وس کې نه لرل .

تقريباً د شلو کالو راهسې دساپي پښتو څيړنو او پراختيا مرکز په سوونو عنوانه بيلا بيل کتابونه چاپ کړى او ددې ټول لگښت دمرکز بنسټوال الحاج امام الدين ساپي خپله پوره کوي په رپورټ کې په هېواد کې دننه تر شلو پورې دسقوط سره مخ کيدونکو خپروندويه ټولنو لاملونه ښودل شوى خو دا چې ساپى مرکز نن ورځې پورې خپل کتابونه چاپوي په ننګرهار کې دعبدالمجيد مومند کتابخانه يې لويه نمايندګى ده او هم دهېواد بيلا بيلو ولاياتو ته خپل کتابونه ليږي تر اوسه پورې يې خپل همت له لاسه ندى ورکړى ددې دوامداره پاتى کيدو دپاره دساپي مرکز هغه ستونزې چې ځينې خپرونديه ټولنې ورسره مخ دى په نظر کې نيولي لکه تراوسه يې نه غير معياري او نه يې دبلې خپروندويه ټولنې کتابونه چاپ کړيدى خو نورو خپرونديه ټولنو يې کتابونه چاپ کړى چې دهغوى سره يې حساب کتاب پاتى دى خو تراوسه پورې يې کوم غير معيارى کتاب ندى چاپ کړى دويم دا چې دا مرکز تجارتى بڼه نلري دهېواد پر زده کوونکو محصلينو درسي کتابونه دچاپي لګښت په نيمه بيه پلوري چې د ساپي مرکز دا نيم لګښت دخپلو هېوادوالو بچيانو دپاره خپل خدمت بولي .

همدا اوس هم په خپل مرکز کې په زرګونو کتابونه شته او تقريباً تر ١٢ پورې کتابونه دچاپ لاندې دي که په هېواد کې دنورو مالي ستونزه ترڅنګ د خپرونديه ټولنو دپاره ستونزه په نظر کې ونيول شي زمونږ افغاني کلتور به دکلتورى خپرونديه ټولنو ياده ستونزه په نظر کې ونيول شي زمونږ افغاني کلتور بۀ دکلتورى ناورين څخه وژغورل شي څرنګه چې په هېواد کې ديوې ودانۍ يوه خښته ړنګيږي دومره ديوې خپروندويه ټولنې دا چې دهېواد په هر ګوټ کې وي زمونږ دپاره داندېښنې وړ ده يوناني عالم ارسطو وايي دهرې ټولنې پيژندګلو دکلتور او هنر له مخې کيږي .دهېواد په داخل کې که ديوې خوا چاپ شوى کتابونه تباهي او له منځه تلو سره مخ کيږي نو ورسره دنورو پوهانو قلموالو او شاعرانو ليکنې هم په ټپه ودريږي دپوهانو په وينا يوه ليکنه چې ناچا په زړه شي معنى دا چې نده ليکل شوى ځکه دچا لاس ته ونه رسيده ټولنې ته يې ګټه ونه رسيده ددې ستونزې دحل لپاره دخپروندويه ټولنو مسئولين او قلموال بايد په شريکه سره دستونزې داړوندو کسانو سره وګوري او ددې کلتوري ناورين مخه ونيسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x