د ژوند پر ټولو پېښو د اصلي موخې برلاسي ساتل

م.ش.کاموي
بسم الله الرحمن الرحيم
هر هدف او موخه خپل معيارونه او رسېدلو لپاره ځانګړې لارې لري، د چا هدف ډېر لرې او لوړ او د چا ډېر ټيټ او نژدې، د چا هدف مقابل کې یو عمل بې فاېدې، او يو خنډ يا بې ځایه مصرفيت خو بالمقابل د بل پر وړاندې چې لدې جلا هدف لري همدا عمل يو اساسي عنصر. ترټولو هوښيار انسان هغه دی چې ځان لپاره داسې هدف وټاکي چې د رسيدو نتيجه کې يې تر نورو غوره، لوړ او بي سياله لاسته راوړنه کړې وي. خو دا چې څه ډول يو هدف ته ځان ورسوو او دهغې پر وړاندې پېښو سره څه وکړای شي، نو د دې لپاره غوره ګڼم چې ستاسې مخې ته د حکمت په ژبه يو انځور در وړاندې کړم؛
وايي:
” يو هوښيار هلک د ژوند پېښو پسې واخيست تردې، نفسي خواهشاتو او دنياوي ښکلاو يوې سختې پوښتنې سره مخ کړ، دېته اړ شو ترڅو له يوه پوه سره د دې مشکل د پرانېستې په اړه، د مرستې په نيت وويني، يوچا ورته د يوه درک ورکړ، نو دی يې هم د ليدو په نيت روان شو، د ډېرو ورځو اوږد سفر يې وګاللو، بلآخر حکيم ته چې د غره په څوکه يې هستوګنځای ؤ، ورسيد، حکيم ډېر مصروپه ؤ، جوپې جوپې خلک يي قصر ته راتلل، دی هم خپل نمبر ته منتظر شو، تردې چې د ملاقت نوبت يې ورسېد، ده چې څه ويل غوښته حکيم ترې ښه په غور سره واورېدل.

حکيم ورته ووې: اوس راسره وخت نشته، يوه غوښتنه درڅخه کوم هغه پوره کړه او بيا دوه ګړۍ پس راشه، حکيم صيب ځوان ته يوه کاچوغه کې دوه څاڅکي غوړ وڅڅول، او ورته يې ووې: دا درواخله، ټول قصر کې و ګرځه، خو چې غوړ له کاچوغې توی نشي.

ځوان قصر کې چکر وواهه، او دوه ګړۍ پس حکيم ته راغی، حکيم ترې پوښتنې شروع کړې، ايا هغه پلانکۍ د ډوډۍ خوړلو خونه دې وليده؟ هغه زړه راښکونکي ګلکاري څنګه وه؟ هغه زرينې شمعه دانۍ دې خوښې شوې کنه؟ په لارو کې پرتې د فارس قالينې څه ډول ښکارېدې؟ او دېته ورته پوښتنو يې ځوان ډېر خجالته کړ، لدې هرڅه يي پدې ګمان بې غوري کوله چې حکيم به يې څه پوښتنه راڅخه وکړي.

هلک ورته ووې: ځکه چې زما ټوله پاملرنه کاچوغه کې د غوړو ساتلو ته وه. حکيم ورته ووې: زه لاړ شه! يو ځل بيا د قصر پر ښکلا دې سترګې خړوبې کړه.
ځوان بېرته ستون شو، د قصر د هرې زيبايي او ښکلا په نندارو کې ډوب ؤ، چې وخت پوره شو بېرته حکيم ته راغی، او غوښتل يې چې اوس دې د ښکلاؤ په اړه وپوښتل شي.

حکيم ورته ووې: له کاچوغې دې غوړ څه کړي؟!!

او د درس په ډول يې ورته ووې : دا هغه څه ؤ چې ما ورته ستا پاملرنه غوښته. بچيه دا ژوند دی، او دايې زموږ پر وړاندې پيښې او راسپارل شوې دندې دي، ښايې د دنيا پيښو سره داسې برخورد وکړې چې اصلي موخه دې هېره کړې نوي.”

دا د انساني ضعف تقاضا ده، کله چې کوم کار ته لويه غاړه پرانېزي بل ترې لويږي، نو هوښيار هغه دی چې خپل ژوند کې نورو کارونو، او پېښو ته په داسې ډول غاړه ورکړي چې اساسي هدف يې نوي غورځولي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې قيمتي حديث ته وګورئ چې دنيا کې چا ته د هوښيارۍ نسبت کوي؟

عَنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا وَتَمَنَّى عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ “. هوښيار هغه دی چې خپل ځان ټينګ کړي، او له مرګه وروسته ـ حقيقي او مقصدي ـ ژوند ته کار وکړي،
او ناپوه هغه څوک دی چې د خپلو نفسي غوښتنو او خواهشاتو پوره کولو پسې شي، او بيا هم ـ پداسې حال کې چې حقيقي ژند ته هيڅ کار ونکړي او ـ د الله تعالی نه د کامبيابۍ تمه ولري!!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د