ورزش

کرکیټ: افغانستان د آسیايي شل اوریزه سیالیو پای لوبه وګټله

hameed_hasan_bowlingنن ټکی آسیا: د اسیايي شل اوریزو سیالیو اتلولي د افغانستان په برخه شوه.

ددغه اتلولي پای لوبه نن د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ د نیپال د کاټمنډو په ښار کي تر سره شوه، چي لومړی په کښي افغانستان د بیټنګ کولو پریکړه وکړه، او خپل په وار يې ۱۲۵ منډي جوړي کړې، د افغانستان له خوا ګلبدین نایب ۵۷، محمد نبي ۲۴، شبیر انوري ۱۳ او حمید حسن ۱۰ منډي جوړي کړې.

او په دې سره د هانک کانګ لوبډلي ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکل سو، چي په جواب کې د هانک کانګ لوبډلي یوازي ۱۱۷ منډي جوړي کړې، او په شلم اور کې يې ټوله لوبغاړي وسوځول شول.

ددې لوبي غوره لوبغاړی د افغانستان بال غورځونکی حمید حسن ونومول شو، چا چي په یوه اور کې ۳ لوبغاړي په یوه وار وسوځول، او په دې سره يې خپل د مخالف ټیم ملا ور ماته کړه.

په پای کي افغانستان د هانک کانګ څخه د آسیايي د شل اوریزو سیالیو پای لوبه په ۸ منډو وګټله.

او دا پرلپسې دریم ځل دی چي افغانستان دغه اتلولي ګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x