نړۍ

د شمالي وزیرستان جنګ ځپلي کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستنیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د نظامي عملياتو له امله  بې ځايه شوي کډوال نن ډلې ډلې خپلو سيمو ته روان شول.

د پاکستاني چارواکو له قوله د بې ځايه شوو کډوالو د بېرته ستنېدو لومړی پړاو د خيبر پښتونخوا له بنو ولسوالۍ څخه پيل شو.

د پاکستان رسمي تلويزون «پي ټي وي» له قوله د اپرېل تر ۱۳مې د شامير، ميرعلي، او سپين وام قبايل خپلو سيمو ته ستنيږي.

نن له بنو څخه له شپېتو زياتې کورنۍ د پاکستاني پوځ تر څارنې لاندې خپلو سيمو ته روانې شوې.

د چارواکو له قوله بېرته ستنېدونکو هرې کورنۍ ته به ۳۵زره کلدارې او د يوې مياشتې خواړه هم ورکول کيږي.

پاکستاني پوځ ويلي، چې د بېرته ستنېدو لړۍ به وخت په وخت روانه وي او دوی د ټولو خلکو د بېرته ستنولو لپاره اړوند تدابير هم نيولي دي.

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د خواخوږو ضد عملياتو له امله شاوخوا لس لکه ځايي خلک مهاجر شوي او حکومت اوس پرېکړه کړې، چې شمالي وزيرستان يې له مخالفينو پاک کړی او د دغې سيمې خلک دې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ د خيبرپښتونخوا د والي سردار مهتاب احمد خان په امر يو سند جوړ کړی، چې د شمالي وزيرستان له خلکو يې غوښتي، دوی به د خپل قبايلي رسم و رواج او قبايلي قانون تر څنګ د پاکستان د قانون تابعداري هم کوي، چې د شمالي وزيرستان خلکو يې دا غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د شمالي وزيرستان اوسېدونکي د خپلو قبايلي رواجونو تر څنګ بايد د دولتي خدماتو، او بيا ودانولو د پروژو څارنه په خپله وکړي او د مخالفينو د څار او ځپلو لپاره دې ځايي اربکيان جوړ کړي او د طالبانو پر ضد دې عملياتو لپاره تياری ونيسي، مګر قبايلي مشرانو د حکومت دغه غوښتنې په کلکه رد کړي دي.

پوليټيکل ايجينټ قبايلي مشرانو ته ګواښ کړی، که د حکومت غوښتنې ونه مني، نو پر ضد به يې يو ځل بيا سخت ګامونه پورته کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د روژې په سر کې پاکستاني پوځيانو شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د خواخوږو پر ضد نظامي عمليات پيل کړي وو، چې له امله يې د شمالي وزيرستان له يو ميليون زيات وګړي بې کوره شوي وو او زرګونو نور يې په دغو عملياتو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د دغو بې ځايه شوو خلکو ډېری يې په بنو، ډېره اسماعيل خان او د خيبرپښتونخوا په نورو سيمو کې پراته وو او زرګونو کورنۍ يې د افغانستان خوست او پکتيکا ولايتونو ته تللي دي.

حکومت څو مياشتې وړاندې اعلان کړی و، چې دغه بې کوره شوي کډوال به خپلو سيمو ته ستنيږي، مګر عملا دا کار ډېر ستونزمن و او تر اوسه نه و عملي شوی.

اوس چې د شمالي وزيرستان قبايل خپلو سيمو روان شوي، دا نه ده څرګنده، چې دا پروسه به څومره بريالۍ شي او دا لکونو خلک به په څومره وخت کې خپلو سيمو ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x