fbpx

طالبانو د زندانیانو د شکنجې، د غچ ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د هېواد د پلازمېنې په ګډون له ګڼو ولایتونو نه د زندانیانو د شکنجو او اعتصابونو خبرونه رسنیز شول، طالبانو پخپله اعلامیه کې د زندانیانو د شکنجو د غچ ګواښ وکړ.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې په دولت غږ کړی چې په زندانونو کې دې د بې دفاع کسانو له شکنجې او ځورونې لاس واخلي، کنه دوی به د خپلو عملیاتو یوه برخه « د هغو کسانو او ادارو په له منځه وړلو متمرکزه کړي چې د بندیانو په ځور او شکنجو کې لاس لري .»

د طالبانو د اعلاميې له مخې د هېواد له ولایتونو نه څرخي پله ته وړل شوي زندانیان او له هغه ځایه بیا بګرام ته انتقال شوي زندانیان له سختو شکنجو سره مخ دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې يې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

بګرام ته له څرخي پله څخه د ور وړل شویو زندانیانو په اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې «د مؤثقو معلوماتو له مخي له هغوی سره خورا ناوړه چلند تر سره کېږي او له بېلابيلو تعذيبونو سره مخ دي .

د تر لاسه شويو معلوماتو له مخي د بګرام زندان سلګونو بنديانو له تېرو دریو ورځو راهيسي په اعتصاب لاس پوري کړی چي له امله يې د ګڼو بنديانو روغتيايې وضعيت د اندېښنې وړ بلل شويدی .»

دوه ورځې وړاندې د هلمند له مرکزي زندانه داسې راپورونه ورکړل شول چې پکې سلګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی دوی د زندان د مسوولینو له ناسم چلند څخه شکایت کړی دی او ویلي يې دي چې په دې زندان کې هغه حقونه هم نه ورکول کېږي، چې د دولت قانون ورکړي دي.

طالبانو د هلمند د مرکزي زندان اړوند لیکلي چې په یاد زندان کې تر ۳۰۰ زیات بندیان «هغه وخت له دغه ډول چلند سره مخامخ شول کله چي د اجيري اردو ، اجيرو پوليسو او استخباراتي کارکوونکو ګډي ډلې پل چرخي زندان ته د بنديانو د انتقال په موخه ددغه زندان پر سياسي بلاک د شپې پر ۲ بجو چاپه واچوله ، ظالمو عسکرو دغه بنديان په وهلو ټکولو له خپلو اطاقونو را ايستل او په خورا وحشتناکه طريقه يې له بلاک څخه بل ځاي ته انتقالول ، تر ټولو بېشرمانه عمل يې دا وو چي علماء او سپين ږيري بنديان به يې د توهين په موخه تر ږيرو نيول او بيا به يې په کشولو تر ټاکل شوي ځاي پوري رسول.»

یاده دې وي د ګډ حکومت په پیل کې د حکومت لومړي مشر اشرف غني د څرخي پله زندانیانو ته وویل چې دی د خپلو عسکرو قاتلین په هیڅ ډول نه خوشي کوي، وروسته له هغه په زندانونو کې د زندانیانو د شکنجې خبرونه ډېر شول، چې په غزني، کابل، کندهار او هلمند کې ګڼو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب وکړ او خپلې شونډې يې وګنډلې.

طالبانو پخپله خپره کړې اعلامیه کې یوناما، سور صلیب او د بشري حقونو نړیوال مدافعین په یو طرفي او بې پروايي تورن کړي او لیکلي دي، چې د دې ټولو ټولنو په شتون کې لا هم د زندانیانو شکنجه روانه ده.

د اعلاميې په پام کې د «کابل رژیم» ته په خطاب کې ليکي: «د افغانستان اسلامي امارت د کابل رژيم ټولو نظامي او ملکي مامورينو ته په ځانګړي توګه د بنديانو په کړولو کي دخيلو ادارو او کسانو ته جدي خبرداری ورکوي چي د بې دفاع مظلومو بنديانو له ځورولو ، شکنجې او له هغوی سره له ناوړه چلنده لاس واخلي ؛ کنه د اسلامي امارت مجاهدين به تاسو ته د خپلو شومو اعمالو په سزا درکولو کي له هر ډول اقدام څخه کار واخلي…»

یاده دې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د زندانیانو له لوري د شکنجې، د دوسیو پر وخت نه څېړنه او ناسم چلند له امله شکایتونه شوي چې نړیوالو ټولنو يې په اړه د کوم اقدام خبر نه دی ورکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د