افغانستان

تېره میاشت نږدې ۳۰۰ دولتي مامورین طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې میلادي میاشتې په اوږدو کې سلګونه دولتي مامورین چې ډېری يې نظامي مسوولین دي له دندو زړه توري شوي او د طالبانو ملګري شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه ۲۷۱ تنه دولتي کارکوونکي د الله جل جلاله په مرسته د خپل بلنیز کمیسیون په وسیله دې ته ژمن کړي چې خپلې دندې پرېږدي او د دوی ملګري شي.

د خبرپاڼې له مخې له طالبانو سره یو ځای شویو دولتي کارکوونکو له ځانو سره ګڼ شمېر مهمات هم ور وړي دي او ژمنه يې کړې چې «نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي.»

طالبانو پخپله برېښنا پاڼه کې له دوی سره د یو ځای شويو دولتي کارکوونکو لنډ شهرت په یوه لړلیک کې خپور کړی دی چې پکې يې د دندې ځایونه هم په ګوته شوې دي.

تر دې وړاندې هم په تېره میلادي میاشت کې هم له طالبانو سره سلګونه عسکر یوځای شوي و، چې ورته ژمنې يې کړې وي.

یاده دې وي ولسي وګړي هم د طالبانو دغه چلند خوښوي خو ورسره جوخت د طالبانو دا ډول مستند راپورونه په افغان عسکرو کې د بې باوري فکر لا غښتلی کوي.

تر دې وړاندې هم سیګار داسې راپور ورکړی و، چې یوازې د ملي اردو له لیکو زرګونه تنه تښتيدلي دي، چې ډېری يې د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

د همدې سرچينې له قوله تر اوسه پوري نږدې درې لکه د پولیسو کارتونه اخیستل شوي دي، خو یوازې یو سل اوه پنځوس زره يې دم ګړۍ پر دندو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x