
پاتې کابینه سبا ولسي جرګې ته معرفي کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر عبدالقادرځاځی وايي چې له دفاع وزارت پرته به پاتې کابینه سبا ولسي جرګې ته معرفي شي.
که څه هم د روانې لمریزې میاشتې په درېیمه هم دولتي سرچینو د کابینې د معرفي خبر ورکړ، خو د دوی په خبره د ځینو ستونزو له امله د کابینې دغه لیست چې امریکا ته د ګډ حکومت د مشرانو تر سفر وړاندې برابر شوی و، په یاده نېټه ولسي جرګې ته ور ونه پېژندل شو.
د عبدالقادر ځاځي په وینا د ۱۶ نوماند وزیرانو د تابعیت او د زده کړو د اسنادو له کتلو وروسته به ولسي جرګه هغوی ته د تاييد یا رد رايې ورکړي.
د ولسي جرګې غړي د جمهوري ریاست او اجرایوي ریاست له لوري د ۱۶ نوماند وزیرانو له اعلان وروسته له هغو سره د اړیکو په هڅه کې دي، چې پخپله نوماند وزیران هم د ولسي جرګې له غړو سره د بېلابېلو ژمنو په کولو سره ناستې کوي، چې ځان ته د باور رايې خپلې کړي.
د عبدالقادر ځاځي په وينا ولسي جرګې ته به دغه لیست وسپارل شي:
۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت
۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت
۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت
۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت
۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت
۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت
۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت
۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت
۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت
۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت
۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت
۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت
۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت
۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارت
د ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده. په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې ته معرفي کوي.
اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي.