نړۍ

د پاکستان دفاع وزير په مشرۍ يو لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): يمن کې د حوثي ايران پلوو ملېشو پر ضد د سعودي په مشرۍ د لسګوني اتحاد هوايي بريدونو او سعودي ته د پېښو چلينجونو او ګواښونو په اړه د خبرو اترو لپاره د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف په مشرۍ يو پلاوی د سعودي عربستان پلازمېنه رياض ته ولاړ.

خواجه اصف سره په دغه پلاوي کې د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز او د پاکستاني پوځ لوړپوي افسران ملګري دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم رسنيو ته وويل، چې سعودي عربستان ته تلونکي پلاوي له روانېدو وړاندې د اسلام اباد چکلالا هوايي ډګر کې له صدر اعظم نواز شريف سره وليدل او د يمني بحران او سعودي دفاع په اړه يې تلونکي پلاوي ته سپارښتنې وکړې.

راپور زياتوي، چې پاکستانی پلاوی به د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز، دفاع وزير او د اسلامي کنفرانس له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د يمن کشالې په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان په مشرۍ لسګوني ايتلاف يمن کې د ايران پلوو شيعه ملېشو پر ضد هوايي بريدونه پيل شوي او تر اوسه يې د حوثي ملېشو ګڼ مرکزونه، د وسلو او سکاټ توغنديو مرکزونه نړولي دي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې د حوثي شيعه ملېشو ضد ايتلاف کې به ګډون نه کوي، مګر د سعودي عربستان له ځکمنۍ بشپړتيا به هر ډول دفاع کوي.

د يو بل خبر له مخې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د سعودي پاچا سره تيليفوني خبرې کړي، مګر د دغو خبرو جزيات رسنيو ته نه دي په ډاګه شوي.

دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې سعودي پاچا هڅه کوي، چې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد روانو عملياتو کې د سيمې او اسلامي هېوادونو ملاتړ راخپل کړي او بل پلو د ګډ حکومت اول مشر هڅه کوي، چې د سولې پروسه کې د سعودي عربستان مرسته او ډاډ تر لاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x