افغانستان

مشرانو جرګې د هوټلونو د ودونو اړوند طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): مشرانو جرګې نن هغه طرحه تصویب کړه، چې پکې د ودونو د لګښتونو او ور پورې تړلیو دودونو اړوند پکې مادې وضع شوې دي.

دغه طرحه چې په څلورو فصلونو او ۲۳ مادو کې برابره شوې ده، تېر کال د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمیسیونو له تصویب وروسته د مرغومي ۱۷مه مشرانو جرګې ته ولېږل شوه، چې نن د یادې جرګې له لوري هم تصویب شوه.

د مشرانو جرګې د تقنین د کمیسیون مشر محی الدین منصف وویل چې دوی دغه طرحه په ودونو کې د رښتینو افغاني دودونو د دودولو او د اخلاقي فساد او پکې د زیات اصراف د مخنیوي په خاطر تصویب کړه.

د دې طرحې له مخې په هوټلو کې د واده په مراسمو کې باید د شرعې خلاف جامې وانه غوستل شي او نه پکې تر ۵۰۰ ډېر کسان د مېلمنو په توګه راوغوښتل شي.

محی الدین منصف رسنیو ته د خبرو په مهال وویل چې دم ګړۍ د کابل ښار په هوټلونو کې د واده په مراسمو کې الکولي مشروبات او دخانیات په پرېمانه ډول مصرفېږي، چې باید مخه يې ونیول شي.

د دې قانون له مخې په هوټلو کې د ودونو مراسم باید د شپې تر ۱۱ بجې وړاندې پای ته ورسېږي، که چېرته څوک د وضع شوي قانون سرغړونه وکړي نو لومړی ځل به ۳۰ زره افغانۍ جرېمه کېږي.

د هوټلونو د ودونو اړوند دغه طرحه به د ګډ حکومت د مشر له لوري له توشيح وروسته د تطبیق وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x