فټبال : افغانستان نیپال ته په ماتې ورکولو فاینل ته لار ومونده
نن ټکی اسیا: دافغانستان دفټبال ملي لوبډلې دنیپال ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار ومونده .دجنوبي اسیا دهیوادونو ترمنځ دفټبال دغه سیالۍ چې دهند په پلازمینه نوي ډیلي کې ترسره شوې،په نیمه پایلوبه کې یې نن د افغانستان ملي لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه او ځان یې پایلوبې ته ورساوه .
په لوبه کې ګول ساتونکی حمیدالله یوسفزی او جلال الدین شریعت یار خورا ښه وځلیدل او خپل ځایونه یې په ښه توګه سمبال کړل .
دافغان لوبډلې ګول کونکي بلال ارزو وو چې په یوازې سر یې توپ له ډیره لیرې دګول تر منځه پوره ورساوه .
دیادونې وړ ده چې دا لمړۍ دفټبال سیالۍ دي چې پکې افغانستان ملي لوبډله پایلوبې ته لار وموندله .
ددغوسیالیو پایلوبه به دیکشنبې په ورځ دهندله ملي لوبډلې سره په نیپال کې ترسره شي .
عابرمسافر/ نن ټکی اسیا