
د ګډ حکومت یوه بله بي کفایتي
نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: د جان کیري په وصایت د ګډ حکومت له منځته راتلو سره سم مو هیواد د بحرانونو طوفان په سر اخیستي د هیواد له امنیت نه نیولې بیا تر اقتصاد ، معیشت او اداري پوري هرڅه د بحران ښکار دي.
د ګډ حکومت مشران د ملي یوالي تر نامه لاندې په هیواد کې د افغانانو ترمنځ د قومي ، سمتي او سیاسي توپیرونو خپرولو په لـټه کې دي .
د همدې اختلافاتو له کبله هم کابینه نیمګړې پاتې ده او هم د دولت نورې تشکیلاتي برخې، چې له امله یې اداري فساد ، نا آمني او د ملي شتمنيو غصب خپل اوج ته رسیدلی دى .
پر دغو ناخوالو سر بیره د امنیتي ځواکونو په مخ کې د نا معلومو وسله والو لخوا د لویو لارو پر سر د ولسي وګړو برمته کول او د هغوي وژل بله هغه ستونزه ده چې د ګډ حکومت بي کفایتي او ناتوانې په ډاګه کوي.
دا نوې ستونزه د تیر حوت د میاشتې په اوائلو کې د غزني او زابل ترمنځ په صفري نقطې، پښ کنده کې د دواړو ولایتونو د امنیتي ځواکونو په مخ کې د مخ پټو وسله والو لخوا د۳۱ تنه هزاره مسافرینو په یرغمل کولو سره پیل شوه.
د هغې په تعقیب په غزني او بیا دای کونډي ولایت کې د نورو لس ګونو ولسي وګړو د برمته کولو پیښې رامنځته شولې چې آخیرې هغه یې تیره ورځ د بلخ ولایت په مربوطاتو کې د ۵ نفرو مسافرینو برمته کول دي چې دسمنګان ولایت اصلي اوسیدونکي او له یاد ولایت څخه بلخ ته د سفر په مهال د لارې له سره نامعلومو وسله والو وتښتول .
دا ډول پیښې سر بیره پر دې چې د بیګناه ولسي وګړو ژوند او امنيت ګواښي ، په هیواد کې د سمتي ، قومي او مذهبي شخړو را پورته کیدو ته هم لاره پرانیزي.
په زابل ولايت کې د ۳۱ یرغمل شویو مسافرینو خپلوان او کورنۍ په غزني او کابل کې دولتي مقاماتو ته د مراجعې په مهال د هغوي له بي کفایتي او بي اعتنايي څخه سر ټکوي او وايي چې دولتي چارواکي مونږته زمونږ د یرغمل شویو مسافرینو د ژوند او مرګ له معلوماتو راکولو څخه ځان ناخبره او ناتوانه بولي.
که چیري د یرغمل شویو مسافرینو په اړه د دولتي چارواکو بي توجهې او بي کفایتي همداسې دوام وکړي لیرې نه ده چې دغه خطرناکه پدیده ټول هیواد ته سرایت وکړي او هرقوم به د بل هغه مسافرین د لویو لارو پر سر برمته کوي .
همدا اوس اوس د برمته کیدو نوی جنایت په تیره یوه میاشت کې په دریو ولایتونو غزني ، دای کونډې او بلخ ولایت کې تکرارشو ، که چیرې د برمته شويو مسافرینو پر برمته کیدو یوه میاشت بله هم تیریږي نو خامخا به هغه ۶ نورو ولایتونو ته او په تدریج سره ټول هیواد ته سرایت کوي او له امله به يې په هیواد کې د کورنۍ جګړې عوامل مهیأ شي.
دا چې د امریکایانو له لوري په ظاهره د ګډ حکومت ایجاد د ملي یووالي تر نامه لاندې شوي خو په حقیقت کې ټول فعالیت د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت بنسټونه له منځه وړل دي ، نو افغان ولس ته په کار دی چې د دښمن دې خطر ناکې دسییې ته متوجه او د حکومت له مداخلې پرته دې د هغې په مخنیوي كې کوښښ وکړي .