افغانستان

لوګر: د اربکيانو د قوماندان مړی موندل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت د اربکيانو مشر قوماندان بشيرخان له تښتولو وروسته وژل شوی دی.

د لوګر امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزي رسنيو ته وويل، چې قوماندان بشير خان دوه ورځې وړاندې د لوګر ولايت مرکز پل علم څخه د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوی و او نن يې څرخ ولسوالۍ کې مړی موندل شوی دی.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې وژل شوی بشير خان د لوګر ولايت د اربکيانو د پخواني مشر قوماندان سبزعلي ځای ناستی و.

په لوګر کې يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې بشيرخان سره د ده دوه ساتونکي پوليس هم تښتول شوي، چې تر اوسه يې درک نه دی لګېدلی.

د يادونې وړ ده، چې د لوګر د اربکيانو پخوانی مشر قوماندان سبز علي په يو سرتيري بريد کې وژل شوی و او له هغه وروسته قوماندان سيداغا د سبز علي ځای ناستی و. د قوماندان سيداغا له وژل کېدو وروسته قوماندان بشير خان منصور د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

مګر د حاجي مختار په نوم د پل علم يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې طالبانو د ولايت مرکز اړوند سيمه کې د قوماندان بشيرخان پر رينجر ډزې وکړې، نوموړی يې له خپلو ساتونکو سره ځای پر ځای وواژه، له وژلو وروسته يې د هغه جسد څرخ ولسوالۍ کې غورځولی او رينجر يې ترې بولی دی.

نن ټکی اسيا د قوماندان بشيرخان د جسد انځور تر لاسه کړی، چې د بشري کرامت له امله يې نه خپروي

طالبانو تر اوسه د قوماندان بشيرخان د وژلو مسؤوليت نه دی منلی.
لوګر له پلازمېنې کابل سره پوله لري چې د طالبانو د نفوذ په کې ډېر ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x