د پاکستان سعید اجمل د غوره بالرانو په لسټ کي لومړي مقام ته پورته شو
نن ټکی آسیا: د پاکستان سپین بالر سعید اجمل د کرکیټ د نړیوال کونسل د یوه ورځنۍ لوبي دغوره بالرانو په لسټ کي لومړی نمبر ته وخوت.
هغه د سیرلانکا سره په پنځه یوه ورځنیو لوبو کې ۱۱ وکټونه واخیستل.
پخوا دغه ځای د نیوزیلاند د ټیم سپین بالر ډانیال وټوري نیولی وو، څوک چي اوس د کرکیټ د نړیوالو اتلولیو څخه ریټایر شوی دی.
پاکستان د سیرلانکا څخه ددغو لوبو په ګټلو سره د غوره ټیمونو په لسټ کي هم یوه درجه پورته شو، او اوس يې نمبر پنځم دی.
او سیرلانکا چي د پنځو څخه يې څلور لوبي بایلولې، درجه يې د دوهم نمبر څخه څلورم نمبر ته را کښته شول.
د پاکستان نورو بالرانو هم خپل درجې لوړي کړلې، شاهد افریدي د بالرانو په لسټ کې ۷ نمبر او د آل راونډرانو په لسټ کې ۴ نمبر ته پورته سو.
د پاکستان اوپنر توپ وهونکی محمد حفیظ هم د بالرانو په لیسټ کې اتم نمبر ته را ورسیدی.
خو د پاکستان یو توپ وهونکی (بیټ سمین) هم په دې ونه توانید چي د نمبرو په دې تبدلیو کې خپل ځان ثابت کړی، او په لومړیو لسو نمبرونو کې ځای ومومي.
نن به پاکستان د سیرلانکا سره یواځینۍ شل اوریزه لوبه وکړي.. او دا لوبه به د متحده عرب اماراتو په پلازمینه ابوظبي د شیخ زاید په سټیډیم کي نن په 04:00 PM GMT پیل شي.