افغانستان

میدان وردګ: په ۳۰۳ ډوله موټر د ډزو په تور ۱۴ تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په میدان وردګ کې مېشت دولتي امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په سید اباد ولسوالي کې د مسافرو پر ۳۰۳ ډوله موټر د ډزو په تور يې ۱۴ تنه نیولي دي.

د روانې لمریزې میاشتې په څلورمه د میدان وردګو د سیداباد په هفت اسیاب سیمه کې ناپېژاندو وسله والو پر ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر ډزې وکړې او ۱۳ تنه يې پکې شهیدان کړل.

په یاده سیمه کې د ملي اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال عبدالرازق ساپی وايي چې دوی د دې پېښې په تړاو ۱۴ تنه نیولي چې په خبره يې یو پکې د طالبانو سیمه ییز قومندان دی.

که څه هم له پېښې سره جوخت طالبانو پخپلو څرګندونو کې دا ډول کړنې د استخباراتي کړیو کار وباله او پکې د ښکېلو کسانو د نیولو په صورت کې يې هغوی ته د سزا ژمنه هم کړې وه.

دولتي سرچينو د پېښې په مهال وویل چې پر یاد موټر وسله والو طالبانو ډزې کړې دي، خو د طالبانو پر رد سربېره سیمه ییزو خلکو او عیني شاهدانو وویل چې دوی ۱۳ تنه مسافر د نږدې پوستو عسکرو وویشتل.

د دې موټر چلوونکی چې د غزني ښارته څېرمه د سپاندې د کلي اوسېدونکی و، د جنازې د لېږد په مهال يې یو تن خپلوان د نن ټکی اسیا همکار ته وویل چې موټروان د ټپونو له امله نږدې شپږ ساعته وروسته سا ورکړه، خو دوی ته يې وویل چې د پوستې عسکرو ورته لاس ورکړ چې د موټر له درېدو وروسته يې يو- یو تن له موټره ښکته کاوه او ځای پر ځای يې واژه.

د یادې سرچينې له قوله ښايي د مړو شمېر تر دې هم ډېر شوی وای، خو په یاده لاره د موټر وروستۍ ګڼې ګوڼي قاتلین له سیمې پښې سپکولو ته اړ کړل.

یاده دې وي دغه پېښه په هفت اسیبا سیمه کې شوې ده، چې پکې څو مترۍ کې د اردو او اربکیانو پوستې موجودې دي، تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د غزني په قاضي کلا سیمه کې هم د پولیسو په یوه هاوان کې پنځه تنه ماشومان د لوبې په مهال شهیدان او لس نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x