افغانستان

کابل شهر نو کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند شهرنو کې چاودنه وشوه.

راپورونه وايي، چې چاودنه شهرنو کې په يو لېکسز ډوله موټر کې د مقناطسي ماين په واسطه شوې ده.

د کابل پوليسو وياند وايي، چې چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، مګر لېکسز موټر يې زيانمن کړی دی.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې په نښه شوی لېکسز موټر د چا و او نه هم د چاودنې مسؤوليت چا منلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x