د ولسمشر غني د نوي فرمان له مخې به ټول واکونه یوازې ولسمشر او مرستیالانو ته یې ځانګړي کېږي. اجراییه رييس تر دې دمه د دې فرمان په تړاو غبرګون نه دی ښوولی

نوی فرمان ټول واکونه یوازې ولسمشر پورې تړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني ټولو ارګانونو ته امر کړی، چې د ولسمشر، د هغه د مرستيالانو ټول فرمانونه به د چارو ادارې او ولسمشرۍ څخه عملي کيږي او «بل هېڅوک» د دې حق نه لري.

ولسمشرۍ ماڼې څخه په خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې ټول وزارتونه او ادارې مکلفې دي، چې د ولسمشر د صلاحيتونو اړوند ټول ضروري اسناد او ضروري چارې د ولسمشرۍ د چارو رياست ته وړاندې او له هغې لارې يې حل و فصل کړي.

په فرمان کې د چارو عمومي رياست ته امر شوی، چې اړوندو ادارو ته لېږدول شوي اسناد د قانون په رڼا کې وڅېړي او له قانوني پړاوونو وروسته يې د ولسمشر او د هغه د مرستيالانو دفتر ته راجع کړي.

د ولسمشر له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د پورتنيو لارښوونو په نظر کې نه نيولو سره «صادريدونکې احکام» هېڅ قانوني ارزښت نه لري او د ولسمشرۍ د چارو اداره هېڅ مکلفيت نه لري، چې دغه احکام پلي کړي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې دا فرمان به د ملي وحدت په نوم حکومت نور هم کاواکه کړي او کېدای شي اجراييه رييس هم د ځان لپاره ورته احکام او قوانين اعلان کړي، چې پايله کې به يې د ګډ حکومت د اول او دوهم مشر تر منځ د واک د رسۍ پر سر شخړې او ناندرۍ زياتې شي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې ګډ حکومت له پيله هم کاواکه دی او که اشرف غني دغه فرمان عملي کړي، نو دا کار به د اجراييه رييس غبرګون راوپاروي او کېدای شي په لنډه موده کې د ملي وحدت حکومت وجود هم له ګواښونو سره مخ شي.

د سياسي چارو کارپوه او شناند عبدالرحيم ثاقب وايي، چې دا فرمان د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د ژورو اختلافاتو له امله د ګډ حکومت په ترکيب لومړی وار دی او کېدای شي، چې دې فرمان سره د ملي وحدت حکومت هم ويجاړ شي.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ د اوږدو ټاکنيزو شخړو او ناندريو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په نوښت د ملي وحدت په نوم ګډ حکومت رامنځته شو، چې واک به د دواړو مشرانو تر منځ پنځوس پنځوس سلنه تقسيم وي او هره پرېکړه به په ګډه کوي، مګر د نوي حکومت له پيله د اول او دوهم مشر تر منځ شخړې او ناندرۍ روانې دي او که د دواړو مشرانو همدا خپل سري روانه وي، نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Asifullah Miakhail
میلمه
Asifullah Miakhail

د نن تکی اسیا څخه ډیره مننه
خو زما په نظره د افغانستان حالات دا نه ایجابوی چی تاسی ځینی هغه خبری وکړی چی باید ونشی افغانستان په ډیر بد حالت کی قرار لری