انساني دماغ له ۴۵ کلني څخه ورورسته بیرته مخ دزوال په خواراګرځي

(نن ټکی اسیا جنوری ۲۰۱۲/۰۷) دبرطانوي ډاکټرانو یوي ټولني (British Medical Journal) نوي څیړني کړی دی وایی انسانی دماغ  دانسان دعمرله ۴۵ کلني څخه وروسته بیرته مخ دزوال په لور راګرزي.

له څیړنو څخه وروسته ډاکټران ودغي نتیجي ته رسیدلی دي چی دځینو شیانوپه اړه انساني دماغ په نارینه وو اوښځوکی له ۴۵بیا تر ۴۹ کلنو پوري ۳.۶٪ په سلوکی شاته راځي،

تحقیقات کونکي ډلی ترلسو کلنوپوري ۷ زره کسانو باندي  دغه څیړني ترسره کړي دي کومو کسانوباندي چی دغي ډلی څیړني ترسره کړی دي وایی دهغو عمرونه له ۴۵ څخه بیا د ۷۰ کلنو ترمنځ وو.

دالزهایمرپه نامه سره دغه څیړونکي ډله وایی تراوسه پوري لانوري څیړنو ته هم ضرورت شته ترڅو څرګنده شي چی په انسانانو کی په اخیري عمرونو کی دډایمنشا(جنون) رامنځ کیدو په صورت کی دماغ کی کله تغیرات رامنځ ته کیږي.

پخوانیو څیړنو ښودلی وه چي انساني دماغ کي دشیانو دڅرګندوالي او پیژندني په اړه دانساني عمر دشپيتو کلنو په شااوخواکی تغیرات رامنځ ته کیږي، خواوسنیو او جدیدو څیړنو داوښوده چي دغه تغیرات دانسان دعمر له نیمایی څخه منځ ته راځي.

څیړونکي وایی نوي څیړني او لاس ته راوړني له دی کبله ډیري ارزښناکي دی چی دډایمنشا (جنون) درامنځ کیدو په لومړیو کی درملنه ډیره مفیده وي او له هغه وخته څخه باید درملنه پیل شي کله چی په ډایمنشا باندی اخته کس کی دشیانو دتشخیص په اوپیژاند په اړه تغیرات رامنځ ته شي، یعنی کله چی کس کی دانښي نښاني ولیدل شي چی هغه دشیانو په پیژندلو او تشخیص کی له مشکل سره مواجه دی ، باید سمدستي د (ډایمنشا) دجنون ضد درملنه پیل کړي.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د