افغانستانخبرونه

اجراییه رييس د ټاکنیز سمون د کمېسیون مشرۍ لپاره د شکریې بارکزۍ له ټاکلو سره مخالف دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): په تېر سپټمبر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري په مشرۍ د هغه مهال د دوو نوماندو، اوسني ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله ترمنځ د خبرو اترو یوه پایله دا راووته چې د ګډ حکومت له تشکیل سره جوخت به د افغانستان د ټاکنیز جوړښت د سمون لپاره ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي.

تېره اوونۍ د ګډ حکومت دواړه مشران د واشنګټن په پنځه ورځني سفر بوخت وو چې رسنیو ته د ولسي جرګې غړې، شکریې بارکزۍ نوم د ټاکنیز سمون د کمېسیون د مشرې په توګه راووت.

د شکریې بارکزۍ په تړاو اجراییه ریاست داسې مهال مخالفت کوي چې تر دې دمه نوي تشکیل شوي کمېسیون په رسمي ډول خپل کار نه دی پیل کړی.

د افغانستان د اجرایوي ریاست اداره وايي دغه کمیسیون ته نوې ګومارل شوې مشره د هغه هوکړه لیک خلاف چاره ده چې د دوی په وینا د ولسمشر او اجرایوي ریس تر منځ لاسلیک شوی دی.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال اصف اشنا بی بي سي وویل چې پر دغې ګومارنې دې بیا له سره کتنه وشي او د اجرایوي ریاست له سلا مشورو پرته دغه ګومارنه قانوني نه ده:

«په دې اړه چې څوک د دغه کمیسیون مشر وي د دواړو غاړو تر منځ خبرې نه دي شوي دا د سیاسي هوکړه لیک یوه برخه ده باید خبرې پرې شوې وای، اوس باید پرې خبرې وشي او د دواړو خواوو له هوکړې وروسته باید پرېکړه وشي چې څوک باید د دغه کمیسیون مشر وي، یا به د کمیسیون غړي پخپلو کې انتخابات کوي او یا به د دواړو خواو په خوښه یو کس ټاکل کېږي، نو زموږ په باور اوسنۍ پرېکړه د سیاسي هوکړه لیک خلاف چاره ده».

بیاکتنه

د ګډ حکومت له پيله پر ډېری ملي مسئلو د ګډ حکومت دواړو مشرانو ترمنځ خبرې اترې او مذاکرات شوي. د کابینې جوړښت د ځنډ یو لامل هم د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ د نه هوکړې ستونزه ده.

د شکريې بارکزۍ د ټاکلو په تړاو د ولسمشر غني د حکم په غبرګون کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند، آصف اشنا وايي چې ډېر ژر به دواړه غاړې سره کېنې په دې برخه کې به خبرې وکړي او پر دې پرېکړې به له سره غور وکړي.

د اجراییه رييس او ویاندویانو له وروستیو څرګندونو یې ښکاري چې دوی د بارکزۍ پر ټاکلو نیوکې لري. شکریې بارکزۍ په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني ملاتړ کړی و.

د نوي غوراوي په تړاو د اجراییه ریاست مخالفت په اړه تر دې دمه ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دي ویلي. بارکزۍ وايي چې د سیاسي جوړجاړي پر بنسټ دغې څوکۍ ته نه ده غوره شوې. ښايي د عبدالله عبدالله د مخالفت لامل هم نه جوړجاړی وي.

عبدالله په مهمو مسئلو کې د خپل نظر شتون لازم بولي.

د ټاکنیز کمېسیون د سمون د مشرې پر سر اختلافونو داسې مهال زور نیولی چې نن ولسمشر غني یو داسې فرمان خپور کړی چې له مخې يې مهم واکونه یوازې ولسمشر او د ده مرستیالانو پورې تړاو نیسي. تر اوسه چې د نوي فرمان خبر تازه رسنیو کې خپرېږي، اجراییه ریاست یې په باب څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x