د شیدو په څښلو مو یادداشت پیاوړی کړئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۱مه ۱۳۹۴ل): شیدې یو له هغو خوړو څخه دی چې زیاته اندازه کلسیم لرلو له امله د انسان هډوکو ته ډیر ګټور دی او هډوکي پیاوړي کوي.

خو له پورتنۍ ګټې سربیره یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې دغه خواړه د هډوکو پیاوړي کولو سربیره د اعصابو لپاره هم ډیر ګټور دی او د پیاوړی اعصاب لرلرو لپاره يي استعمالول اړین ګڼل کیږي.

د «امریکن جرنل اف کلینیکل نیوټریشن» په روغتیايي جریده کې کینساس د پوهنتون د اعصابو برخې پروفیسر «ان ینګ چوینګ» او د غذايي برخې مشر پروفیسر «ډبیرا سلیو» څیړنه خپره شوې.

دغې ګډې څیړنې کې ویل شوي چې په اعصابو کې په طبیعي ډول د اکسیډنټ ضد یوه ماده د «ګلوټا تایي اون» تولیدیږي چې د اعصاب خالیګاوې له زیانونو ژغوري.

د څیړنې په جریان کې ویل شوی چې د هغو کسانو په اعصاب کې چې په ورځنۍ ډول درې ګیلاسه شیدې څښې زیاته اندازه «ګولوټا تايي اون» تولیدیږي.

د څیړونکو او نورو روغتیايي کارپوهانو په وینا د شیدې زیات استعمال کولی شي انسان د الزایمر، پاکنسن او ځینې نورو عصبي ناروغیو څخه وژغوري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
GUL Khan
میلمه
GUL Khan

Salam ao Alikom hela da che khapa nashe taso hamesha da yeo she gaty wa ye hal da che har hagha she che gaty lare tarsang sa tawanona ham lary kho ta so hamesha yeoazy gaty wa ye hela da che bad lady na pora malomat khalko ta warky na nema malomat wa/salam