نړۍ

د نايجيريا ولسمشريزې ټاکنې اسلامپال جنرال محمد بخاري وګټلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د نايجريا په ولسمشريزو ټاکنو کې د اپوزيسيون ګوند مشر جنرال محمد بخاري بريالی شو او د نايجيريا په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې د اپوزيسيون يو ګوند ولسمشرۍ ته رسيږي.

د پخواني پوځي جنرال محمد بخاري ګوند آل پروګريسيو کانګريس غړي وايي، چې ولسمشر ګډلک جوناتن خپله ماتې منلې او جنرال بخاري ته يې د هغه د بريا مبارکي ورکړې ده.

د نايجيريا د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې جنرال بخاري خپل سيال ولسمشر ګډلک ته په شل لکو رايو ماتې ورکړې او بيګا راهيسې د نوي بريالي شوي جنرال بخاري پلويان په لارو او واټونو کې د خپل ګوند د بريا جشنونه لمانځي او جنرال بخاري خپلو پلويانو ته ويلي، چې د جشن لمانځلو پر مهال خپلو مخالفينو ته له هر ډول زيان اړولو ډډه وکړي.

نوی بريالی شوی ولسمشر به نن ماښام خپل ولس ته وينا کوي او د وينا بنسټيز ټکي به يې دا وي، چې څوک خپلو مخالفينو سره جګړې کوي، هغه د ده ملګری نه دی.

جنرال بخاري د هېواد ۳۶ ايالتونو کې له خپل سيال ګډلک څخه ۲۵ سلنه زياتې رايې وړي دي.

نړيوالو څارونکو د نايجيريا اوسنۍ ټاکنې ستايلي، مګر د ولسمشر ګډلک پلويان تور لګوي، چې ځينو ځايونو کې د جنرال بخاري ډلې درغلۍ کړي او کېدای شي له همدې امله د دواړو ډلو تر منځ تاوتريخوالی راپيدا شي.

ولسمشر ګډلک جوناتهن۲۰۱۰ز کال راهيسې د نايجيريا ولسمشر و او نوي ټاکل شوي ولسمشر جنرال بخاري وايي، چې ګډلک د دې غورځنګ مشر دی او بايد دی خپل پلويان تاوتريخوالي ته پرې نه ږدي.

نايجيريا کې له تېرو څو کلونو راهیسې د بوکو حرام جهادي ډلې او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي، چې تر اوسه يې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښو څارونکي وايي، چې جنرال بخاري کولای شي د بوکو حرام جهادي ډلې پر ضد قوي او برلاسي عملیات وکړي.

د کارپوهانو په اند امريکا او نړيواله ټولنه د جنرال بخاري تر شا د دې لپاره هم ودريږي، چې بوکوحرام جهادي ډله پرې وځپي، مګر تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې جنرال بخاري به په خپلو پلانونو کې څومره بريالی شي.

جنرال بخاري څوک دی؟

۷۲ کلن متقاعد جنرال محمد بخاري د نايجريا د شمال دی او دا يې څلورم ځل دی، چې ولسمشريزو ټاکنو ته ودريږي، مګر په څلورم ځل يې دغه ټاکنې وګټلې.
جنرال بخاري ۱۹۸۳ز کال کې پر ټاکل شوي ولسمشر پوځي کودتا کړې وه او نوموړی ۱۹۸۵ کال پورې د دغه هېواد واکمن و او ۱۹۸۵ز کال د نوموړي واکمني د يوې بلې پوځي کودتا په ترڅ کې له منځه ولاړه.

د نايجيريا ازادي

۱۹۶۰ ز کال کې نايجيريا له برتانوي ښکېلاکه ازادي واخيسته او له ازادۍ وروسته دغه هېواد کې څو ځله خپل منځي جګړې او بغاوتونه شوي او هر ځل ټاکنې د درغليو ښکار شوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې اوس هم نايجريا کې سيمه ييز، قومي او مذهي شخړې او ناندرۍ روانې دي او کېدای شي ځينې ډلې د اوسنيو ټاکنو د پايلو له منلو انکار وکړي.

د نايجيريا عام ولس وايي، چې د هېواد په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې د خپلو رايو په برکت يې يو فاسد واکمن له دندې ګواښه او پر ځای يې اهل ولسمشر وټاکه.

جنرال بخاري شاوخوا ۱۵ ميليونه او ولسمشر ګډلک جوناتن شاوخوا ديارلس ميليونه رايې تر لاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x