غوماسى

Dengue_Fever_Mosquitoغوماشى يو داسي الوتونكى حشره ده چي د لكهاو خلكو ژوند اخلي، د غوماشي لويېدنه له څلورو مرحلو نه تېرېږي، هګۍ، لاروا (دجنجي دودى لومړى دوره)، پيوپا او له دې نه وروسته غوماشى كېږي، ښځينه غوماشى   په ولاړو اوبو لكه د باران، پټيو او داسي نورو كي هګۍ اچوي، له دېنه ماسوا په كورو كي په ډكو لوښو كي هم  هګۍ اچوي

په نړۍ كي ټول 35000 ډوله غوماشي دي، انسانان زياده وخت ښځينه  غوماشى چيچي، د حيرانتيا خبره دا ده چي غوماشي ته د انسان د ويني ضرورت  نه وي، بلكه د دې هګۍ د انسان په وينه كي له ګډو پروټين او فولادو نه جوړېږي، ښځينه غوماشى له يوه انسانه وينه وزبېښي او هغه بل انسان ته لېږدوي، چي له امله يې ناروغۍ پېلېږي، په نړۍ له غوماشي نه ډېري پېښېدونكي ناروغۍ تبه، ملريا، ډينګي او داسي نوري دي،

د غوماشي له چيچلو نه هر كال په افريقه، جنوبي امريكا، مكسيكو، روس اور اندونيشيا كي 7 سوه ملينه خلك ناروغه  كېږي، او په هغوى كي په لكهاو خلك له ژوند نه بې برخي كېږي،

محيب رحمتي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د