ورزش

ریال ماډریډ خپل نوی لوبغاړی په ۳۱.۵ میلیونه یورو پیریدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۱مه ۱۳۹۴ل): ریال ماډریډ شخصي هسپانوي لوبډلې خپل د لوبډلې دفاعي برخې پیاوړي کولو لپاره نوی لوبغاړی پیریدلی.

ریال ماډریډ لوبډلې اعلان وکړ چې دغې لوبډلې د دنیلو لویز په نامه نوی لوبغاړی پیریدلی کوم چې به راتلونکي سیالیو کې دغې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

د راپورونو پر بنسټ ریال ماډریډ د دغې ښي ضلعې له مدافع سره د ۳۱.۵ میلیونه یورو په بدل کې موافقې ته رسیدلی او ډیر ژر به دغه قرارداد عملي شي.

دنیلو په ۲۰۱۰ زیږیدیز کال کې له امریکا مینیرو لوبډلې څخه د سانتوس لوبډلې ته ولاړ چې له هغې وروسته په ۲۰۱۲ زیږیدیز کال کې د پورتو لوبډلې ته يي لوبې وکړې.

نوموړی د برازیل په ۲۰ کلنو لوبډلې کې هم لوبیدلی او نړیوال اتلولي يي ګټلی. دنیلو اوسمهال د سلسانو شخصي لوبډلې لپاره لوبې کوي.

د ریال ماډریډ لوبډلې یو له مشرانو څخه د دنیلو په اړه وویل:« دنیلو ډیر پیاوړی لوبغاړی او مدافع دی. نوموړی د برازیل او چلي هیواد په دوستانه لوبو کې فیرمینو ته یو ښکلی پاس وکړ چې د دې پاس په مرسته فیرمینو وتوانید د برازیل لپاره ګول ترسره کړي. نوموړی به د ریال ماډریډ په لوبډلې کې د الوارو اربلوا ځای ونیسي او په لوبډلې کې ځانته ځای پیدا کولو په موخه به له کارواخال سره رقابت وکړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x