شهید او شهادت ( لومړۍ برخه )

لیکوال: مولوي محمد نعيم فدايي

په اسلامي ټولنو کې چې کله د شهید ټکی یاد شي، یو په یو د سړي په ذهن کې یوه پاکه، لوړه او سپېڅلې معنی غزونه کوي. داسې چې په غیر ارادي ډول ددې لوړ مقام درناوی د وجدان او ضمیر دنده ګڼي. او ورسره  په زړه کې دې لوړې او سپېڅلي موخې ته د رسېدو هیلې په ټوپو شي.

شهید نه یوازې دا چې په دنیا کې یې ټول درناوی کوي، بلکې د شرعي صریحو نصوصو له مخې شهید دالله جل جلاله په وړاندې ډېر نازولی او دروند میلمه دی.
د شهید هغه دروند، نازولی او لوړ مفهوم چې مسلمانان باور پرې لري، په نورو ټولنو او خلکو کې نشته. په عام ډول خلک شهید هغه چا ته وايي چې د خپلو خلکو، او  ټولنو د لوړو ارزښتونو لپاره سر وښندي، او یا په زور او ظلم ووژل شي. خو په اسلامي شریعت کې شهید او شهادت ځانګړې معنی او ټاکلی مفهوم لري. ځانګړي شرطونه،  او ځانګړي فقهي احکام لري.

که څه هم چې خلک تر یو ځایه د شهید او شهادت په معنی او مفهوم پوهېږي،  خو په اوسنیو حالاتو کې د د ګډوډو پېښو د ډېرېدو له امله ډېری خلک په دې اړه وړ او سم معلومات نه لري؛ ځکه چې کله کله  ځیني کسان د خپلو ځانګړو موخو لپاره خلکو ته د شهید او شهادت په هکله غلط معلومات ور کوي، یا هغه چا ته شهید وايي چې الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم شهید نه دی ورته ویلی، دوی په دې توګه خپلو موخو ته درسېدو لپاره د خلکو په باورونو او احساساتو لوبې کوي.

په دې وروستیو کې خو داسې هم ولیدل شول چې د ځینو څېرو له خوا هغو کفارو ته شهیدان وویل شول چې د مسلمانانو په لاس او له مسلمانانو سره په جګړه کې وژل شوي، او وژل کېږي، دا په داسې حال کې چې ټولې نړۍ ته د لمر په څېر روښانه ده چې له دیارلس کلونو راهیسې په هېواد کې د روانې جګړې یو لوری د کفر په لاس کې دی، د نړۍ تر ټولو ستر کفري ځواک یې پالنه او ښوونه کوي، بلکې خپله همدا کفري ځواک عملا په جګړه کې اخته دي، او  بل لوری یې مسلمان دی! خو بیا هم ځينې کسان د کفارو د خوشحالولو، یا د خپلې ناسمې ګروهې او فکر پر بنسټ تور او سپین سره ګډوي.  په دې اړه لاندې لینک د کتو دی[1]، له دې پرته ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو هم وخت په وخت د هېواد په د ننه او له هېواد څخه بهر دېته ورته څرګندونې کړې دي، او لا کوي یې.

دا چې شهید او شهادت په اسلام او اسلامي ټولنو کې سپېڅلي مفاهیم دي، خلک يې باید ددښمنانو او پردیو له لوغړنو پردو پرته په پاکه توګه وپېژني، تر څو  یو مسلمان خپل ځان او ژوند په داسې لاره کې قربان نه کړي چې نه په دنیا کې کومه لاسته راوړنه ولري او نه په آخرت کې، بلکې په دواړو کې له تاوان سره مخ شي.

له همدې کبله اړینه راته وبرېښېده چې د شهید او شهادت لوړه، پاکه، ښکلې او سپېڅلې څېره د شرعي نصوصو، او معقول استدلال په رڼا کې د خپلو مسلمانو وروڼو مخې ته وړاندې کړم.

د شهید لغوي معنی

د علم صرف د اصولو له مخې شهید د فعیل په وزن دی، فعل یې: شَهِد یشهَد ثلاثي مجرد د عَلِم یَعلَم له باب څخه دی، یعني ماضي یې مکسور العین مضارع یې مفتوح العین، مصدر یې شهادة او مشاهدة راځي.

فعیل د مبالغې وزن دی، د فاعل په معنی هم راځي او دمفعول په معنی هم. خو په فعیل وزن کې چې کوم زیاتوالی، پراخوالی، دروندوالی او ژوروالی شتون لري، هغه په فاعل او مفعول وزن کې نشته، له همدې کبله کله چې موخه نوموړې معناوې وي، هلته د فعیل وزن کارول کېږي. د شهید جمع شهداء، شهود، اشهاد او شُهَّد راځي.

د شهید په اړه ځینې علمای کرام فرمايي چې د مفعول یعني مشهود په معنی ښه راځي، یو دا چې شهید ( مشهودٌ لًهُ ) بالجنة دی، یعني دده د جنتي توب ګواهي الله جل جلاله ویلې. او بل د علم صرف له مخې فعیل وزن هغه وخت د مذکر او مونث دواړو لپاره فعیل راځي، کله چې د مفعول په معنی وي.

په فصیحه عربي ژبه کې د شهید ټکی نر او ښځې دواړو ته یو ډول کارول کېږي، یعنی په عربي ژبه کې ښځې او نر دواړو ته شهید ویل کېږي، په یو حدیث شریف کې داسې راځي:  ( … وَالْمَبْطُونُ شَهِيدٌ وَالْحَرِقُ شَهِيدٌ وَالَّذِى يَمُوتُ تَحْتَ الْهَدْمِ شَهِيدٌ وَالْمَرْأَةُ تَمُوتُ بِجُمْعٍ شَهِيدٌ )[2]

په دې مبارک حدیث کې د نر او ښځې دواړو لپاره د(  شهید ) ټکی کارول شوی، یعني د ښځې لپاره شهیدة نه، بلکې شهید ټکی راغلی. د عربي ژبې د ګرامر له مخې دا هغه وخت داسې راځي چې کله فعیل وزن د مفعول په معنی وي، له همدې کبله ځینې علمای کرام دا غوره ګڼي چې شهید د مشهود له یا مشهود علیه په معنی واخیستل شي، نه د شاهد.

په دې اړه ځینو علمای کرامو یوه بله څېړنه هم کړې هغه دا چې شهید هغه وخت د مشهود په معنی راځي چې مصدر یې ( شهادة ) وي، نو معنی یې داسې کېږي چې  شهید ( مشهود له )، دده لپاره د جنت ګواهي ویل شوې، او ( مشهود علیه ) په ده به د قیامت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ګواهي وايي.  او که له ( مشاهدة )  نه مشتق وګڼل شي، بیا د فاعل ( شاهد ) په معنی راځي، یعني شهید د الله جل جلاله د قدرت هغه نښې او هغه ملایکې مشاهده کوي، وينې یې، چې نور خلک یې نه ویني، او دا د شهید لپاره کرامت دی، چې بل چا ته نه دی و رکړل شوی. [3]

نور بیا…..

[1] – https://www.youtube.com/watch?v=V3A_JsEQNIA
[2] – رواه الامام مالك في الموطأ, و ابو داود. الامام أحمد في المسند. ومصنف ابن أبي شيبة. ومصنف عبد الرزاق. المعجم الكبير للطبراني, والسنن الكبرى للنسائي.
[3] – الروض الأنف للسهيلي, ج ۳, ص ۲۰۷ .

مولوي محمد نعيم فدايي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سعدالله قاضی
میلمه
سعدالله قاضی

و لا تقولو لمن یقتل فی السبیل الله اموات بل احیا عند ربهم یرزقون
شهید هغه تن ته ویل کیزی چی د الله په لاره کی خپل زان قربانی کئی شهدان ژ وندی دی مره نه دی بلکه د الله له خوا نه دوی ته رزق ورکول کیزی . او شهید د شهادت په معنی هم رازی