شعـــــرونه

دحيات چېنې

لیکوال: عرفان الله عرفاني

دښتې دې رنګينې په غوټيوشه
ای وطنه چم دپسرليوشه

غروونه دې جاري شه دحيات چينې
مست خمار ګودردښاپېريو شه

لراوبر دمېنې  توخم وشينده
کور دمحبت اونېکمر غيو شه

ناوې دې سنګار دآزادۍ شه بيا
ډکه دې لمنه له پاوليوشه

بيادې کوربانه شه مسافر کوچيان
ښکلي دې ډاګونه په کيږديو شه

نور دې دښمنان له غېږې وشړه
خوځنده ټپه د ملاليو شه

ماتې ککرۍ درقيبانو شوې
تاندې دې جذ بې دشازليوشه

وران کلي کورونه دې اباد شه بيا
کان دزمرودو دغميو شه

تورې شپې دنور په ځنځير وتړه
ځل دسپينو ستورو اوسپوږميو شه

جوړ که ګلبڼونه بلبلانو ته
ښکلی شين ځنګل ځار دهو سيوشه

بيابه عرفاني نوی غزل ليکي‎
وياړ داستقلال او ازاديو شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x