
آی سي سي د نړیوال جام لوبډلې لوبغاړي اعلان کړل
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۱مه ۱۳۹۴ل): هر ځل د کرکټ نړیواله اداره (آی سي سي) له نړیوال جام وروسته یو داسي نړیوال لوبډله وي، چې په هغه کې د نړۍ په سطحه غوره لوبغاړي را ټول شوي وي.
دا ځل په دغې نړیوالې لوبډلې کې د نیوزیلینډي لوبډلې څخه پنځه لوبغاړي، استرالیايي لوبډلې څخه درې لوبغاړي، سویلي افریقا لوبډلې څخه دوه لوبغاړي، د سریلانکا او زیمبابوي څخه یوه یوه لوبغاړی ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې ادارې په دغې لوبډلې کې د هندوستان، ویسټ انډیز، پاکستان، انګلینډ او بنګله دیش کوم لوبغاړی ته ځای ندی ورکړل شوی.
د کرکټ نړیوالې ادارې په نړیوالې لوبډلې کې د نیوزیلینډ څخه برینډن میککلم، مارټن ګپټېل، کورې انډرسن، ټرینټ بولټ او ډینیل ویټورې شامل دي.
له استرالیا څخه اسټیون سمیت، مچل سټارک او ګلین میکسویل انتخاب شوي. د سویلي افریقا څخه اې بي ډویلیرز او مورني مورکل هم دغې لوبډلې کې ځای موندلی.
د نیوزیلینډ د لوبډلي مشر او پیاوړی لوبغاړی برینډن میککلم د دغې لوبډلې د لوبډل مشر په توګه نومول شوی. دغې لوبډلې کې د سیرلانکا کمار سنګکارا او د زیمبابوي برینډن ټېلر ته هم ځای ورکړل شوی.