نړۍ

چین: سړی د ږیرې او ښځه د حجاب په تور په بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): یوې چینايي محکمې ویلي چې یو سړی یې په دې ګناه په شپږ کاله بند محکوم کړی چې له بار بار خبرداري سره سره یې ږیره نه وه خرېیلې.

محکمې ویلي چې تورن سړي له ۲۰۱۰ کال راهیسې ږیره پرېښې وه، او د محکمې خبرداري ته په نه پام سره یې د ږیرې په پریښودو ټینګار کاوه.

محکوم سړی ۳۸ کاله عمر لري او له ایغوري مسلمانانو څخه دی چې په چین کې مذهبي اقلیت تشکیلوي. محکمې د نوموړي په اړه زیاته کړې چې د ږیرې په پریښودو سره یې په هیواد کې نا امني راپاروله.

له بلې خوا په عین حال کې د دغه سړي محجبه میرمن په دوه کاله بند محکومه شوې ده. په ښځې تور لګیدلی چې اسلامي حجاب یې په تن کړی وه.

د راپورونو له مخې، چینايي محکمې د محاکمې په تالار کې له ښځې وغوښتل چې اسلامي حجاب وغورزوي، خو نوموړې دغه غوښتنه په کلکه رد کړه.

د سکاي نیوز د راپور پر اساس، په دواړو مسلمانانو د بند له پریکړې وروسته چینايي چارواکو وویل چې ږیره او اسلامي حجاب د قانون له مخې ممنوع دي او زیاته یې کړه چې هر سرغړونکي ته به سزا ورکول کیږي.

په چین کې نږدې ۱۰ میلیون ایغوري مسلمانان اوسیږي چې د چین حکومت لخوا پرې ګڼ دیني بندیزونه لګیدلي او د عبادت او مذهبي مراسمو د لمانځنې اجازه نه ورکول کیږي.

په چین کې په ایغوري مسلمانانو دیني، ټولنیز، سیاسي او فزیکي ظلمونه د دې لامل ګرځيدلي چې په زرګونو کسان یې په پټه ګاونډیو او نورو هیوادونو ته هجرت وکړي.

د افغانستان په شمول ګڼ شمیر هیوادونو د چین حکومت په غوښتنه ایغوري مسلمانان نیولي او ورسپارلي. چینايي حکومت ورسپارل شوي مسلمانان یا په پټو زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې ساتلي، او یا یې له تسلیمولو سره ځای پر ځای وژلي دي.

په تېرو دوه لسیزو کې پاکستان نږدې شل تنه ایغوري مسلمانان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، چین ته سپارلي دي. په ۱۹۹۷ کال پاکستاني چارواکو دیارلس تنه ایغوري مسلمانان چې په دې هیواد کې یې دیني زده کړې کولې، چین ته وسپارل، چې چینايي ځواکونو د پاکستان او چین په پوله له تسلیمولو سره سم اعدام کړل.

تېر کال د ایغوري مسلمانانو مشرانو د مسلمانو علماوو په نړیوال اتحاد او د اسلامي نړۍ د علماوو په ټولنو غږ کړی وه چې داسې فتوی صادره کړي چې له مخې د اسلامي هیوادونو مشرانو ته جایز نه وي چې ایغوري مهاجرین بیرته د چین هیواد ته تسلیم کړي.

ایغوري مسلمانانو دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې د چین حکومت د نورو بندیزونو ترڅنګ په ایغوري مسلمانانو د لمانځه او روژې بندیز هم ولګاوه.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو شپو کې د ایغوري مسلمانانو په اړه د چین د دریځ ملاتړ اعلان کړ. اشرف غني چين ته د خپل رسمي سفر پر مهال شرقي ترکستان کې د چين رسمي موقف تایید کړی وه او ویلي یې وه چې د چين حکومت دا حق لري، چې ایغوري مسلمانان وځپي.

اشرف غني د روان کال په جنوري میاشت کې څو تنه ایغوري مسلمانان چې افغانستان ته یې پناه راوړې وه، ونیول او د چین کمونست حکومت ته وسپارل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x