ولې د ولسي وګړو ژوند ژغورلو ته توجه نه کیږي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د علیزو په کلې کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل شول، تر دې وړاندې د یادې ولسوالۍ د ګنډهیر په کلي کې د یوې کورنۍ څلور تنه ښځینه چې یوه ورکې نوې زیږیدلې ماشومه وه په ورته پیښه کې له ژونده محروم او ترهغه وړاندې د غزني ښار په څنګ قلعه قاضي کې ۱۶ تنه تنکي ماشومان د هاوان مرمۍ دلګیدو له کبله ووژل شول.

له ډیره بده مرغه چې د ا دری واړه خونړۍ پیښې په یوه ولایت او هغه هم د یوې اونۍ په ترڅ کې رامنځته شوې چې د مجموعي قربانیانو شمیر یې ۲۸ تنو ته رسیږي.

که په دې ډول مونږ په هر ولایت کې هره اونۍ په لویو لارو کې د ځای پرځای شویو ماینونو او یا هم له دولتي مراکزو څخه پر ملکي سیمو باندې د توغول شویو مرمیو له کبله د ولسي وګړو دومره تلفات ولرو ښايي په یوه کال کې مو یواځې د ولسي وګړوتلفات زرګونو کسانوته لوړ شي.

که واقعا د جګړې ښکېلو لوريو د ولسي خلګو د ژوند ژغورلو اراده او احساس لرلای نو هیڅ کله به مو په یوه ولسوالۍ کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د مرګ ژوبلې دوې پیښې له یوه مورد ( ماین چاودنې) څخه نه رامنځته کیدلې.

هر وخت چې په افغانستان کې د یوناما له لوري د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه رپوټ خپریږي نو د جګړې ښکېلې خوا يي هر یو له خپله لوري د ملکي وګړو د وژنو تور ردوي ، خو د ولسي وګړو د وژل کېدو پرمهال بیا یوه غاړه هم د خپلو پلویانو د مجازاتولو په اړه اقدام نه کوي .

همدا لامل دی چې کال په کال مو د ولسي وګړو په مرګ ژوبلې کې زیاتوالی راځي.

که په تیرو ۱۳ کلونو کې په ولسي ساحو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پیښوته وکتل شي ښايي چې د هغو شمیر تر زرو پیښو هم وواړي خو که یې په مقابل کې بیا د همدي جنایت د عاملینو د مجازات کولو موارد وګورو، نو ممکن چې یو دوه بیلګې یې هم پیدا نه کړای شو ، چې دا کار واقعا د تأسف وړ او باید د جګړې ښکیلې خواوې په جدې توګه ورته پاملرنه وکړي .

د شرعي نصوصو له مخې د انسان ناحقه قتل تر شرک وروسته لویه ګناه او مرتکب يې په مؤبد ډول د دوزخ مستحق دی، همدا راز په بشري وضعي قوانینو کې د انسان وژونکي لپاره تر ټولو اشد مجازات (اعدام ) سزا ټاکل شوي .

نو په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه که د اسلامي ارشاداتو پیروان او که د بشري وضعي قوانینو منونکي دي باید د جګړې په ساحه کې د ولسي خلګو ژوند ژغورلو ته جدي توجه وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د