۱۶ نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له پیله نږدې اوه میاشتې وروسته بیا هم د دفاع له نوماند وزیر پرته شپاړلس نوماند وزیران نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.

د ګډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش لاندې پوهنيار عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو، پوهندوی مېرمن سلامت عظيمي له نشه يي توکو سره د مبارزې، ډاکتره فريده مومند لوړو زده کړو، ډاکتره نسرين اورياخېل د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو، علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ، همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ، اسدالله ضمير د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو، انجنير محمود بليغ د فوايد عامې، عبدالستار مراد د اقتصاد، ډاکتر محمدالله بتاش ترانسپورت او هوايي چلند، اسدالله حنيف بلخي د پوهنې، سيد سعادت منصور نادري د ښار جوړونې او ډاکتر عبدالبصير انور عدليې وزارتونو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل.

سرور دانش په ولسي جرګه غږ وکړ چې د نوماند وزیرانو د تابعیت او اسنادو له څېړلو وروسته دي دوی ته د باور رايې ورکړي او په خبره يې له ګډحکومت سره دې د کابینې په ژر جوړښت کې مرسته وکړي.

تر دې وړندې ګډ حکومت د مرغومي په دوه ویشتمه خپل اتلس نوماند وزیران ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل، چې یوازې اتو وزیرانو او یو رییس يې د تایید رايې تر لاسه کړي.

پرون د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېټې مشر عبدالقادر ځاځي وویل چې که د دې نوماند وزیرانو په اسنادو یا هم تابعیت کې کومه نیمګړتیا ثابته شي، ښايي بیا هم د ولسي جرګې له لوري رد کړل شي.

د ګډ حکومت مشرانو پخپلو لومړیو ورځو کې ویلي و، چې دوی به حد اکثر په پنځه څلویښت ورځو کې کاري او پر استعدادونو ولاړه کابينې معرفي کړي.

په هېواد کې د سرپرست وزیرانو او والیانو موجودیت د اداري فساد لومړی عامل بلل کېږي، چې د ولس او دولت ترمنځ يې فاصله لازیاته کړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د