ټکنالوژي

لاندې طریقو سره هکرانو ته ماتې ورکولی شئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۱مه ۱۳۹۴ل): تر دې مهاله به مو فکر کړی وي چې څنګه خپل معلومات له هکرانو څخه وژغورئ. د انټرنیټ برخې کارپوهان داسې لارې چارې معرفي کړي چې په مرسته يي هر څوک کولی شي خپل شخصي او مهم معلومات له هکرانو څخه وژغوري.

لاندې طریقې او ټکي نظر کې نیولو سره کولی شئ خپل شخصي معلومات له هکرانو څخه وژغورئ:

۱- کورني فیلمونه او عکسونه په لیپ ټاپ، یو ایس بي (USB) او نور انتقالیدونکي اوزارو کې مه ساتئ تر څو له ورکیدو یا هک کیدو څخه وروسته له مالي زیان سره له اجتماعي او نورو زیانونو مو ځان ژغورلی وي.

۲- د امکان تر حده د انټرنیټ استعمال لپاره خپل لیپ ټاپ یا ډیسکټاپ کې یو بل وینډوز هم ښکته کړئ او د دواړو وینډوزونو تر منځ هیڅ ډول اړیکه مه ټینګوئ.

۳- د انټي ویروس پروګرامونه له معتبرو سرچینو څخه ترلاسه کړئ. هغه انټي ویروس پروګرام وکاروئ چې د فایروال اسانتیا ولري او خپل انټي ویروس پروګرام هر وخت اپډیټ کړئ.

۴- له کرک شوي سافټ وییرونو څخه ځان وژغورئ. د امکان تر حده خپل د خوښې سافټ وییر له معتبرو سرچینو واخلئ او یا هم له پیژندل شوي او باوري ویب پاڼو څخه يي ښکته کړئ.

۵- که چیرې خپل مایکروفون او د سیسټم کامرې ته اړتیا نه لري نو بند يي کړئ او د کامرې مخ له یوې ټوټې سره پټ کړئ ځکه هکران له لرې فاصلې هم کولی شي ستاسې له کامرې څخه په استفادې سره ستاسې ویډیو جوړ کړي.

۶- د براوزر څخه د استفادې پر مهال له احتیاط څخه کار واخلئ او اضافي پروګرامونو ته خپل براوزر کې ځای مه ورکوئ.

۷- خپل په سمارټ فون کې هغه ګیمونه چې له تاسو څخه فون بک (Phonebook) ته لاس رسی غواړئ مه ښکته کوئ.

۸- د امکان تر حده له انټرنیټ اکسپلورر څخه استفاده مه کوئ.

۹- خپل د انټرنیټ موډیم امنیتي تنظیماتو ته خاصه پاملرنه وکړئ او موډیم ته لاس رسی د امکان تر حده محدود او سخت کړئ.

۱۰- کوښښ وکړئ خپلو اکاونټونو ته له ۸ توري څخه زیات پاسورډ ورکړئ. خپل پاسورډ کې غټ توري، واړه توري، اعداد او سمبولونه استعمال کړئ.

۱۱- تل خپل وینډوز اپډیټ کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x