دعامې روغتیا وزارت! دايډز ناروغي په سلو کې پنځوس وده موندلي ده

aidsد افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايې چې په افغانستان کې په ایډز داخته خلګو شمېر زیات شوي دی ، د وزارت منابع وايې  لکه څرنګه چې ډيری په ایډز اخته ناروغان دشرم او ویرې له امله خپله ناروغي نه ښکاره کوي ، نوځکه دوی هم  دقیقه شمېرنه په لاس کې نه لري خو تخمینا ویلاي شی چي د۳۰۰۰  په شا وخوا کي وګړي به په ايډز ناروغي اخته وي .

دعامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر ثریا دلیل وايي د تیر کال په پرتله په ایډز د اخته ناروغانو شمېر دوه برابره شوي دي .

نوموړې وايې تېر کال په ایډز داخته کسانو شمېر ۶۳۰ تنه له وزارت سره ثبت شوي  وو، چې دوي دهیواد په کچه ورته ۲۵۰۰ تخمین بللي وو، خو په روان کال کې تر اوسه رسما له دوی سره د۱۲۵۰ په شا وخوا کې په ایډز د اخته ناروغانو نومونه ثبت شوي دي چې د هیواد په کچه یې تخمین کیداي شي د۳۰۰۰ په شا وخوا کې وی.

بلخوا په کابل کې له ایډز دسره دمبارزي په نوم  دنړیوالې ورځې په مناسبت جوړي شوې غونډي ته څو تنه په ایډز اخته ناروغان هم  دګډون لپاره بلل شوي  وو، چې سخت خجالت اوله اوښکونه په ډکو سترګو یې دخپلو احساساتو څرګندونه کوله .

ددوي په وینا، چې له دوي سره نور وګړي سم چلند نه کوي، دوي ته په سپکه سترګه کتل کیږي ، کرکه اونفرت ځیني کیږي اوهر ځای له توهین سره مخ کیږي.

باید وویل شي چې د ایډز د ناروغي لومړي کشف په ۱۹۸۱ میلادي کې وشو، چې تر اوسه د نړي په کچه ۳۴ میلیونه انسانان په همدغه ناروغي مبتلا دي او۳۶میلیونه انسانو تر اوسه دهمدغې بیماري له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چې ډيری قربانیان يې د غیر اسلامي ملکونو او جنس ازاده ټولنو سره تړاو لري.

دیادونې وړده چې د ایډز ناروغي د ناروا اوغیر فطري جنسي اړیکو له کبله زیاته را منځ ته کیږي، همدا لامل دي چې  داسلامي هیوادونه په پرتله په غیراسلامي هیوادونو کې چيرې چې پرهیڅ رنګه جنسي اړیکو بندیز نه وي ، په ایډز د اخته  ناروغانو شمیر څو برابره زیات دي .

په افغانستان کي هم د طالبانو د دورې تر پایه د ایډز د ناروغي نښې نښانې نه وې موندل شوي، خو کله چي د امریکایانو په مټ د ډيموکراسي په نوم نوي ازادي افغانانو ته نصیب شوه ، نو ورسره سم يې په لمن کې دایډز سوغات هم افغانانو ته راوړ.

نديم توخي

دعامې روغتیاوزارت !
دايډزناروغي په سلوکې پنځوس وده موندلي ده
دافغانستان دعامې روغتیاوزارت وايې  چې په افغانستان کې په ایډز داخته خلګوشمېر زیات شوي دی ، دوزارت منابع وايې  لکه څرنګه چې ډيری په ایډز اخته ناروغان دشرم اوویرې له امله خپله ناروغي نه ښکاره کوي ، نوځکه دوی هم  دقیقه شمېرنه په لاس کې نه لري خوتخمیناویلاي شی چي د۳۰۰۰  په شاوخوا کي به په ايډزناروغي اخته وي .
دعامې روغتیاسرپرست وزیرډاکټرثریا دلیل  وايي دتیرکال په پرتله په ایډزداخته ناروغانوشمېر دوه برابره شوي دي . نوموړې وايې تېر کال په ایډز داخته کسانوشمېر ۶۳۰ تنه  وزارته سره سه ثبت شوي  ووچې  دوي دهیوادپه کچه ورته ۲۵۰۰ تخمین بللي وو خوپه روان کال کې   تراوسه رسما له دوی سره د۱۲۵۰ په شاوخواکې په ایډز داخته ناروغانو نومونه ثبت شوي دي چې دهیواد په کچه یې تخمین کیداي شي د۳۰۰۰ په شاوخواکې وی.
بلخواپه کابل کې له ایډزدسره دمبارزي په نوم  دنړیوالې ورځې په مناسبت جوړي شوې غونډي ته څوتنه په ایډزاخته ناروغان هم  دګډون لپاره بلل شوي  وو ،چې سخت خجالت اوله اوښکونه په ډکوسترګویې دخپلواحساساتو څرګندونه کوله .
ددوي په وینا، چې له دوي سره نوروګړي سم چلندنه کوي دوي ته په سپکه سترګه کتل کیږي ، کرکه اونفرت ځیني کیږي اوهرځای له توهین سره مخ کیږي ،    
بایدوویل شي چې دایډزدناروغي لومړي کشف په ۱۹۸۱ میلادي کې وشوي چې تراوسه دنړي په کچه ۳۴ میلیونه انسانان په همدغه ناروغي مبتلادي او ۳۶میلیونه انسانوتراوسه دهمدغې بیماري له کبله خپل ژوندله لاسه ورکړی دي
چې ډيری قربانیان يې دغیراسلامي ملکونواوجنس ازاده ټولنوسره تړاو لري
دیادونې وړده . چې دایډز ناروغي دناروا اوغیرفطري جنسي اړیکوله کبله زیاته رامنځ ته کیږي همدا لامل دي چې  داسلامي هیوادونه په پرتله  په غیراسلامي هیوادونوکې چيرې چې پرهیڅ رنګه جنسي اړیکوبندیزنه وي ، په ایډز داخته  ناروغانوشمیرڅوبرابره زیات دي .په افغانستان کي هم دطالبانوددورې ترپایه دایډزد ناروغي نښې نښانې نه وې موندل  شوي . خوکله چي دامریکایانوپه مټ دډيموکراسي په نوم نوي ازادي افغانانوته نصیب شوه ، نوورسره سم يې په لمن کې دایډزسوغات هم افغانانوته راوړ.  

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د