افغانستان

ارګ: د طالبانو رسنیز فعالیت دولت ته سرخوږی جوړ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې د جمهوري ریاست د دفتر ویاند وايي چې د طالبانو رسنیز فعالیت دولت ته سرخوږی جوړ کړی دی.

اجمل عبید عابدي رسنیو ته ويلي چې که څه هم د طالبانو رسنیز تبلیغات «حقیقت » نه لري، خو په خبره يې دولت ته سیاسي سرخوږی جوړولی شي.

په ورته توګه د «نۍ» رسنیزې ادارې مشر مجیب خلوتګر هم امریکاغږ ته ويلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پراخ فعالیت د تبصرې وړ دی او په خبره يې طالبان په فیسبوک، ټویټر او نورو انټرنیټي شبکو کې ډېر پراخ لاس او ګړندی فعالیت لري.

تر دې وړاندې هم د طالبانو د تبلیغاتو اړوند ویل شوي و، چې ډېری ځوانان د طالبانو له لیکو سره د هغوی د رسنیز فعالیت تر اغېز لاندې ملګري شوي دي، چې غږیزې ترانې، ویډيو فلمونه، مجلې او تقریرونه يې د یادونې وړ دي.

وړاندې داسې هم ویل شوي و، چې ډېري هغه افغان عسکر چې پر بهرنیانو یا خپلو ملګرو يې د ټوپک شپېلۍ ور اړولې دي، په تلیفونونو کې يې د طالبانو ترانې، لنډ فلمونه او تقریرونه لیدل شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو د رسنیز فعالیت پر اورېدلو، لیدلو او لوستلو کلک دولتي بندیز لګېدلی، خو د هېواد په پلازمېنه کابل کې ډېری ځوانان پخپلو موبایلونو کې د طالبانو له لوري جوړې شوې ويډيوګانې ګوري.

د شنونکو په اند طالبان په دې وروستیو کې د ګډ حکومت له خپل منځي ناندریو په ګټې توانېدلي دي، چې خپل غږيز، انځوریز او انټرنیټي تبلیغات لا پياوړي کړي.

طالبان په چاپي برخه کې، شهامت، څرک، مورچل، الصمود، حقیقت او شریعت پر نامه په پښتو، دری، عربي او اردو ژبو مجلې لري، په انځوریزه برخه کې منبع الجهاد، الهجره، الاماره، او توره بوړه سټوډیوګانې لري چې وخت پر وخت د طالبانو بریدونه، د سرتيري بریدګرو پېژندنه او وصیتونه او پر حکومت تبصرې پخپلو ويډيو فلمونو کې رانغاړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x