پارلماني ټاکنې يو کال وځنډېدې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د اول مشر دوهم مرستيال سرور دانش وايي، چې پارلماني ټاکنې يو کال وځنډول شوې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي، چې اجراييه رييس عبدالله وايي، له ټاکنيزو اصلاحاتو پرته پارلماني ټاکنې بې معنا دي.

سرور دانش نن ولسي جرګې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې پارلماني ټاکنې به له ټاکل شوې مودې يو کال وروسته ترسره شي.

دانش زياته کړه، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو اړوند کميسيون د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې په ټاکنيزو اصلاحاتو لګيا دي او راتلونکي کال کې به رڼې او شفافې پارلماني ټاکنې ترسره شي.

تر دې وړاندې هم له دې امنيتي تړون سره د ولسي جرګې مخالفو غړو د تړون موافق هغه پر دې تورنول چې د امریکا سفارت ورته نغدې پیسې ورکړې او هم يې ورسره د یو کال دندې اوږدېدو ژمنه کړې ده.

له تېرې څه مودې راهيسې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه خبرې اترې روانې وې او اجراييه رييس ټينګار کاو، چې له ټاکنيزو اصلاحاتو پرته هېڅ ډول ټاکنې نه مني او دوه ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د يو ځانګړی فرمان له مخې د شکريې بارکزۍ په مشرۍ د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون د جوړولو اعلان وکړ.

د شکريه بارکزۍ د ټاکنې په اړه اجراييه رييس وويل، چې د نوموړې ټاکل دوی ته د منلو وړ نه دي او د عبدالله په وينا د دې کميسيون د مشرۍ لپاره بايد له سره ټاکنې وشي.

د اجراييه ریاست مرستیال ویاند اصف اشنا بی بي سي ته وویل، چې پر دغې ګومارنې دې بیا له سره کتنه وشي او د اجرایوي ریاست له سلا مشورو پرته دغه ګومارنه قانوني ارژښت نه لري.

د اساسي قانون له مخې د پارلمان کاري موده د پنځم کال د چنګاښ په پيل کې پای ته رسيږي، مګر د پارلماني ټاکنو له ځنډېدو سره به د اوسني پارلمان دوره يو کال نوره هم وغځيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د