افغانستان

طالبان ـ عمري لښکر: بهرنیانو ته باید هر ځای « سره تبۍ » شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د «عمري لښکر » په نوم خپاره کړي فلم کې ويلي، چې بهرنیان د مفاهیمې او مذاکراتو پر ژبه نه پوهېږي او باید هر ځای ورته « سره تبۍ » شي.

طالبانو د خپل خپاره کړي فلم په وروستیو کې ویلي، چې دوی د – پساب – پر امریکايي اډې له سرتيري برید وروسته ولیدل، چې امریکایانو له دې پوځې اډې پښې سپکې کړي، ځکه خو باید له دوی سره د مذاکراتو او مفاهیمې پر ځای د ځمکې د « سرې تبۍ » کولو تکتیک وکارول شي.

دغه یو ساعت او درویشت دقیقې فلم چې د طالبانو د الاماره جهادي سټوډیو له لوري وړاندې شوی، په پیل کې يې د ثور له کودتا، د امریکایانو تر یرغله په مستنده توګه معلومات وړاندې شوي دي او ورپسې د طالبانو د روانو « خیبر عملیاتو » اړوند خبر شوي دې چې په پیل کې يې د ګډ حکومت په لړزاند حالت، په حکومت کې د کمونیستانو په شراکت او د کورنۍ جګړې د مخنیو اړوند خبرې شوي دي.

د دې فلم په وروستۍ برخه کې په کندهار کې پر امریکايي پوځي اډې – پساب – د سرتيري بریدګرو معرفي، توصیه او د هغوی تمرینات لیدل کېږي، چې پکې بریدګر پخپلو مشرانو او ملګرو غږ کوي چې د دوی په موټر سایکلو او موټرو کې مصرفېدونکي تېل د «شهیدانو وینې » دي چې باید بشپړپام ورسره وشي.

تر دې معلوماتي او له تخنیکي پلوه بریالي فلم وړاندې، طالبانو په دې نږدې وروستیو کې «د بکوا فتح ، د سنګر خبرې، عبرت او د دانګام فتحه» فلمونه هم خپاره کړل، چې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ نشر يې ارګ هم تبصرې ته اړ کړ.

طالبانو په داسې حال کې دغه نږدې یو نیم ساعته فلم وړاندې کړی، چې نن هم ارګ د طالبانو رسنیز فعالیتونه د خپل ځان لپاره سر خوږی وبلل.

د دوی په خبره د طالبانو فلمونه، ترانې، مجلې او تقریرونه ډېری ځوانان د هغوی لیکو ته ورجذب کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

دطالبانو دتبلیغاتو د مؤثریت خبر م ولید ډیر خوښ شوم . دا دویم ځل دې ځل دې دطالبانو دتبلیغاتي بریا په اړه پخپله دښمن اعتراف کوي. خو دخبر په پای کې دمنبع الجهاد سټوډیو نوم نه و. پدې سره مې زړه ته درد رسیدلی دې. ځکه منبع الجهاد سټوډیو دامارت په سټوډیو ګانو ترټولو ډیره سابقه لري. دمنبع الجهاد سټوډیو برکت و چې په مسلمانو ځوانانو کې یې دجهاد جذبې او احساسات راوپارول همدا سټوډیو وه چې ددښمن دماتې او انځورونه یې ترهرچا وړاندې نشر کړل او ددښمن ټول پوچ تبلیغات یې خنثی کړل، او خلکو ته یې وښودل چې… نور لوستل »

حق جو

عثماني صاحب له الله تعالی څخه درته د ناروغۍ عاجله شفاء غواړم دغسې یادونې په ډیرو نرمو او لنډو الفاظو هم کیدلای شي کاشکې مو په نرمو الفاظو خپل وړاندیز مطرح کړی وای نو دښمنان به نه خوشاله کیدل، له نن ټکی اسیا غواړم چې په همدې برخه کې زما مخکنۍ تبصره ړنګه کړي

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x