افغانستان

سیګار: د امريکايي پوځ له لوري نږدې پنځوس سلنه پلي شوې پروژې اسناد نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د لګښتونو د څار اداره – سیګار – وايي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري پلي شوې پروژې نږدې پنځوس سلنه داسې دي، چې هیڅ اسناد نه لري.

د دې ادارې له لوري په تازه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې امريکايي پوځیانو په افغانستان د سلګونو میلیونو ډالرو په لګښت پروژې پلي کړې دي، خو په مالي برخه کې هیڅ ډول اسناد نه دي خوندي شوي.

د سیګار د راپورله مخې له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پوري په ټولیز ډول امریکا د افغانستان د بیارغونې په پروسه کې ۱۰۴ میلیارده ډالره لګولي دي، چې ۶۶ میلیارده ډالر د امریکا د دفاع وزارت له لوري په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له لوري لګول شوي دي، چې یوازې د ۲۱ میلیار ډالره لګښت حساب او اسناد په لاس کې لري، چې پوره ۴۳ سلنه لګښت بې اسنادو شوی دی.

د امریکا له لوري په افغانستان کې د پيسو د لګښت اړوند وړاندې تر دې هم شکایتونه شوي و، چې تر جنګ لاندې سیمو کې د بیارغونې په نامه ډېرې پیسې د امریکايي پوځیانو او د هغوی د قراردادیانو تر منځ وېشل کېدلې.

سیګار چې په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې لګښت څاري وايي چې دوی د امريکايي پوځیانو له ډلې د ۳۸ قراردیانو اړوند داسې شواهد موندلي دي، چې له ۲۰۰۲ – ۲۰۱۴م پورې هر قراردادي ۱۰۰ میلیونه ډالر د امریکا د دفاع وزارت له بوديجې تر ګوتو کړي دي.

د شنونکو په قول د نړۍ په سطحه په فساد کې د افغانستان په لومړۍ درجه کېدو کې بهرنیان هم بې برخې نه دي پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x