افغانستان

ننګرهار کې نارنج ګل مشاعره وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل په دودیزه کلنۍ مشاعرې کې د ننګرهار، ګاونډیو  او ځینو نورو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د شعر مینه والو ګډون کړی و.

د نارنج ګل مشاعره چې له تېرو پنځوسو «۵۰» کلونو راهیسې په دې ولایت کې ترسره کېږي، نن هم د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې وشوه.

مشاعره چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کتلو رییس اورنګ صمیم د ښه راغلاست پر وینا پیل شوه، وروسته پکې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه واورول، چې پکې بېلابېل موضوعات رانغاړل شوي و.

نارنج ګل مشاعره له تېرو دوو کلونو راهیسې وروسته له هغه په شاهي ماڼۍ کې تر دولتي قیوداتو لاندې ترسره کېږي، چې د همدې مشاعرې په ترڅ کې یو تن شاعر د خپل شعر د ویلو له امله د پولیسو له لوري وګواښل شو او مشاعره د ګډونوالو له لوري په مظاهر بدله شوه.

که څه هم ځينې شاعران په شاهي ماڼۍ کې تر دولتي پلټنو او قیوداتو لاندې د نارنج ګل مشاعره مناسبه بولي، خو ځينې نور يې پر دې اند دي، چې دغه مشاعره دودیزه مشاعره ده چې باید پکې ولسي خلک هم بې له کوم کارته په پراخه اندازه ګډون وکړي اوپه یو عامه ځای کې ترسره شي.

په شاهي ماڼۍ کې لومړنۍ نارنج ګل مشاعره، چې د وخت د والي ګل اغا شیرزي په شعر پیل شوه، پکې استاد محمد اصف صمیم ورته څرګندونې وکړي او ویې ویل چې دغه ډول دودیزې مشاعرې باید ولسي رنګ ولري نه دا چې استادان، د نورو ولایتونو مېلمانه او د پوهنتون استادان د پولیسو له لوري په دروازه کې سخت پلټل کېږي او ځينې خو يې ان له دروازې بېرته رخصتېږي.

په دې مشاعره کې چې پکې ښځينه شاعرانو هم ګډون کړی و، پر ننګرهار سربېره د لغمان، کونړ او کابل شاعرانو هم ورغلي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x