شعـــــرونه

ای کاش چې د حرم په شنو کوترو کښې مې کور وای

muhammad

ای کاش چې د حرم په شنو کوترو کښې مې کور وای
چې مينه پخيدلای په غومبرو کښې مې کور وای
ماشومه شان مستي وای د انګورو په خيمو کښې
زړه پاله خواشيني وای په سندرو کښې مې کور وای
د شمو په لمبو مې دا خوږمن زړګی تبلای
د ځوانو پتنګانو په وزرو کښې مې کور وای

يا تيغ وای غوڅوونکی د زلمي غازي په لاس کښې
يا توغ وای د وياړنې، په لښکرو کښې مې کور وای
پسرليه! خبر نه وای چې پر مځکه څه تيريږي
دلرې کهکشان په جلوه ګرو کښې مې کور وای

محمد صديق پسرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x